لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او افغانستان ته به د سوداګرۍ د ودې دپاره د بيانونو په ځای کوټلي ګامونه پورته کول وي، سوداګر


د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ په نوم راجوړ کانفرنس کې د چارواکو له اړخه د دواړو هيوادونو ترمنځ سیاسي او تجارتي اړیکو د پرمختګ هیلې څرګندې شوي خو د پاکستان او افغانستان تجارانو ویلي د دواړو هيوادونو د غلطو پالیسو له سببه په ورستیو کې د ګاونډي هیوادونو تر منځ تجارت ډېر راکم شوی او تجارت ته د ودې ورکولو دپاره به د بيانونو په ځای کوټلي ګامونه پورته کول وي.

په اسلام آباد کې په دوه ورځني کانفرنس کې د دواړو ګاونډي هیوادونو پارلیمانی غړو ، سوداګرو او سرمایه کارو ګډون وکړو، د دواړو هیوادونو تر منځ د ډلو په کچه د دوه اړخیزه تجارت او ترانزټ په وړاندې ستونزې د يو بل سره شريکې کړی شوې او د هواري دپاره يې سټراتژې خبرې وشوې.

په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر رحیم الله قطره وي او ای ډيوه ته وايي د ترهګرۍ او تندروۍ د منځه وړولو لپاره ضروري ده چی د دواړو هیوادونو تر منځ د تجارت او سرمایه کاری په کچه پر مختګ وشي.

د تجارت اوسرمایه کارۍ لپاره د پاکستان وزیراعظم سلاکار رزاق داود په خپل ټویټ کې لیکي د تیرو څو ورځو راهسي ، د افغانستان سره د سواګرۍ په اړه د خلکو ډیره دلچسپي لیدلی کیږی، زمونږ صادرات چی په کال 2010-11 کې 2.7 اربه ډالرو ته رسیدلی وو په تیرو کلوکي 1.3 اربه ډالرو ته راکښته شوی.

هغه ویلي اوس صادراتو یوځل بیا پورته کیدل پېل کړي او د دی کال په لومړو درېو میاشتو کې صادرات 256 ملیونه زیات شوي چی په راتلونکې کې به دوام ولري ځکه چې دواړه ګاونډي هیوادونه د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دي.

د دواړو هېوادونو تجاران د چارواکو څخه د عملي ګامونو هیله لري او د افغانستان د چېمبر آف کامرس لومړی مرستیال یونس مومند وايي پاکستان او افغانستان دواړه په دې پوه شوي چی د دوی د غلطو تګ لارو له سببه په ورستیو کي د تجارت کچه راکښته شوې ده.

دوی غوښتنه کړې چې تجارانو ته د تګ راتګ لپاره پکار ده اسانتیاوې ورکړی شي ځکه چی تجارتي هلې ځلې د سولې لاره هم جوړولی شي.

د فیډریشن آف پاکستان چیمبر آف کامرس مرستیال صدر انجینیر دارو خان اڅکزی وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ دا وخت هم د اعتماد کمی دی، ترڅو چې اعتماد ته وي په ځای شوی تجارتي اړیکي ساتل هم ګرانې وي.

هغه زياته کړه چې په ورستیو کې راکښته شوې تجارتي کچه پورته کولو لپاره به هم وخت ،نیټه او کچه اېښودل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG