لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان امن د يو بل سره تړلی دی، جنرل باجوه


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي، افغانستان او پاکستان د تېرو دوه لسیزو راهسې د ترهګرۍ سره مخ دي، د افغانستان او پاکستان امن د يو بل سره تړلی دی، د ترهګرۍ هيڅ مذهب نشته.

پوځ ويلي جنرل قمر جاوېد باجوه پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ د ملاکنډ ډويژن بره دير سفر کړی او هغه ته په پوله د انتظام او د سیمو د ازغن تار په اړه احوال تېر کړی شوی دی.

د پوځ مشر د تندلارو لخوا د ترهګرۍ تازه پېښو ته په کتو پوځيانو ته لارښوونه کړې چې بېدار اوسي، هغه په پېښور کې په مدرسه کې په شوې چاؤدنه کې د ژوبلو ماشومانو تپوس له هم ورغلی دی.

د پوځ مشر ویلي، په 16م دسمبر 2014م د پېښور آرمي پبلک سکول کې بې ګناه ماشومان په هدف کړی شوي او په 27م اکتوبر د کشمیر د تورې ورځې په موقع د مدرسې بې ګناه بچي په وينو ولمبول.

د جنرل باجوه په وېنا په دغو ماشومانو کې په ګڼ شمېر کې د افغان کډوالو ماشومان هم شامل وو.

هغه ويلي قوم د ترهګرۍ بيانيه رد کړې ده او تر هغې وخته به په قلاره نه کښېني څو پورې چې يې ترهګر او د هغوی سهولت کار انجام ته يې نه وي رسولي.

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په کوهاټ روډ دپاسه په دير کالونۍ کې د نهې/ سه شنبې په ورځ په سپين جومات مدرسه کې کې چاؤدنه شوې چې پکې اته تنه وژل شوي او د 100 نه زیات ژوبل شوي وو.

د پوځ مشر ویلي ترهګر کوم مذهب نه لري د هغوی نظريه ويره خورول دي او په مدرسې حمله اصل کې اسلام دښمني ده.

جنرل باجوه ويلي، پاکستان تل په افغانستان کې امن غوښتی او په دغه لړ کې به تل مرستې کوي.

هغه په پاکستان کې موجودو افغانانو باندې هم غږ کړی دی چې په دښمن نظر ساتي او په پوهه او ناپوهۍ کې په ترهګرۍ کې استعمال نه شي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان په پوله د سيمو ازغن تار ته د امن شپول ويلي او زياته کړې يې ده چې دغه کار يواځې د پولې داړو غاړو ته د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي دپاره شوی دی.

هغه ويلي پاکستان او افغانستان دواړه په موجوده حالاتو کې د هیڅ قسمه بدامنۍ او اړي ګړي د زغملو نه دي ځکه چې نتيجې به يې ډېرې خطرناکې وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG