چارواکي وایي دافغانستان دکندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دافغان هوایي ځواکونو په بریدونو کې ۶۴ طالب وسله وال وژل شوي دي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي دي.
دمطبوعاتي راپورونو له مخې په ارغنداب کې د تیرې یوې اوونۍ راهسې د طالبانو اؤ اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي اؤ چارواکي وایي تیره شپه افغان ځواکونو په ناګهان اؤ کوهک سیمو کې په طالب وسله والو چټک بریدونه کړي دي.
د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې دکندهار دپولیسو ویاند جمال بارکزي ویلي په طالب وسله والو افغان ځواکونو زمکني اؤ هوایي بریدونه کړي اؤ په دغو بریدونو کې ۶۴ طالب وسله وال وژل شوي دي.
طالبانو لا خپلو وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړوند څه نه دي ویلي.
دکندهار کې دجنګونو دا لړۍ په داسې حال کې پیل شوې چې دتیرې میاشتې راهسې په قطر کې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی د سولې خپل منځي خبرو ته ناست دي خو دواړه خواوې لا د مذاکراتو په ایجنډا نه دي متفق شوي.
په قطر کې د سولې دخبرو باوجود دافغانستان بیلابیلو برخو کې په دې وروستیو کې د طالبانو اؤ افغان ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي چې په سلګونو طالبانو، امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دهغه د حکومت نور مشران پرله پسې په طالبانو ټینګار کوي چې باید د خپل منځي خبرو په جریان کې اوربند اعلان کړي خو طالبانو لا د اوربند غوښتنې ته غاړه نه ده اېښې اؤ وایي د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل شي