لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ:دټنګ ټکور محفل کې په ډزو پینځه کسان وژل شوي، درې ژوبل


دکوهاټ دکینټ پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او قسمت خان رسینو ته ویلي د ډزو دا پېښه تیره شپه دکوهاټ په کاغزئ سیمه کې هغه مهال رامخته شوې ده چې د مجاهد نوي یو سړي په حجره کې دټنګ ټکور محفل روان ؤ.

پولیس وایي خیبر پښتونخوا کوهاټ سیمه کې د ټنګ ټکور دیو محفل په مهال د دوؤ فریقینو ډزو کې لږ تر لږه پینځه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دکوهاټ دکینټ پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او قسمت خان رسینو ته ویلي د ډزو دا پېښه تیره شپه دکوهاټ په کاغزئ سیمه کې هغه مهال رامخته شوې ده چې د مجاهد نوي یو سړي په حجره کې دټنګ ټکور محفل روان ؤ.

هغه ویلي په دغه محفل کې د ووؤ داسې ډلو کسان د یو بل سره مخ شوي چې د وړاندې نه یې دښمني روانه وه اؤ دغو دواړو خواؤ په یو بل ناتاره ډزې کړي دي.

دپولیسو دمشر له مخې په دې ډزو کې د قیصر،جنید،نیاز،عبدالرحمان اؤ قاسم الرحمان په نومونو پینځه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

په پېښه کې و وژل شوؤ کسانو مړي اؤ زخمیان د کوهاټ ضلعي روغتون ته رسول شوي اؤ د روغتون سرچینې وایي چې ژوبلو کې هم دیو تن حالت نازک دی.

د پېښې سره سم په ګڼ شمیر پولیس دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ په پېښه کې ککړ یو تن یې په ژوبل حالت کې نیولی خو نور کسان له موقعې تښتیدلي اؤ پولیس وایي چې دنیولو هڅې یې روانې دي.

په خیبر پښتونخوا اؤ قبائیلي ضلعو کې زیاتره مهال په شخصي تربګنیو دغسې نښتې کیږي چې حتی کله کله پکې ښځې اؤ ماشومان هم وژل کیږي.

تیرکال هم په ۱۸م اګست ا دکوز دیر په ګوسم سیمه کې دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو تن ژوبل شوی ؤ.

همدا شان د زړې تربګنۍ په اساس بیلابیلو وختونونو کې دخیبر پښتونخوا صوبې مختلفو سیمو کې تر دې مهاله په سلګونو کسان وژل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG