لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دمولانا سیمع الحق د زوئ په څرګندونو دپاکستان سفارت ته اعتراض کړی


دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان دجمعیت علماء اسلام (سمیع الحق) ډلې دمشر حامدالحق دهاغو څرګندونو غندنه کړې چې افغان دولت نه یې طالبانو ته دتسلیمیدو غوښتنه کړې اؤ په دغو څرګندونو یې دپاکستان سفارت ته اعتراض کړی دی.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت پخپله یوه اعلامیه کې دحامدالحق وروستۍ څرګندونې دافغانستان جګړې ته دلمن وهلو په معنا بللي اؤ ویلي یې دي ر د افغانستان په اړه د دې جریان همېشنۍ یو اړخیزې، شخړې پاروونکې او له کرکې ډکې خبرې او څرګندونې تل په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي.

اعلامیه کې ویل شوي چې دغسې غیرمسولانه څرګندونې په افغانستان او سیمه کې د سخت دریځۍ او تاوتریخوالي نوې څپې راپورته کوي او زموږ د خلکو دښمنانو ته د خوځښت او لازیاتو ورانوونکو فعالیتونو د ترسره کولو انګېزه ورکوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د یوه مذهبي مشر د څرګندنو په خاطر یې ددغه هېواد سفارت ته اعتراض کړی دی.

په اعلامیه کې زیاته کړل شوې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې د امنیت د تأمین په برخه کې خپلو سپارل شوو تعهداتو ته ژمن پاتې شي،

داعلامیې کې په پاکستان غږ شوی چې د دا ډول ناوړه اعمالو چې د نړیوالو حقوقو د اصولو او ښه ګاونډيتوب د نړیوال منل شوي اصل سره ښکاره ټکر لري، مخه ډب کړي او اجازه دې نه ورکوي چې دا ډول دښمنې کړۍ د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل باور وروستۍ رامنځته شوې فضا له منځه یوسي.

د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هم د یادو څرګندونو په اړه اعلامیه خپره کړې او یاده اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان د حقانيه مدرسې د کمزورې حافظې شاګرد حامدالحق، چې علمي سویه یې د یو مبتدي طالب العلم سره هم نده برابره، د حکومتونو په استازیتوب او لمسون د افغانستان په اړوند موضوعاتو خبرې کوي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ددې کمزوري شخص ماشومانه خبرې په کلکه غندي او دا د ځينو استخباراتي کړيو په لارښوونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د شنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې په پاکستان کې مذهبي مدرسې په افغانستان کې د ویرانۍ اصلي لامل وبللې او له پاکستانه یې وغوښتل چې د مذهبي افراطیت خپروونکو مدرسو مخه دې ونیسي.

پاکستان تر دې وخته پورې د افغانستان د بهرنیو چارو دوزارت د اعلامیې په ځواب کې څه ندي ویلي خو له دې وړاندې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د مثبت رول لوبولو خبرې کړې وې.

په پاکستان کې دننه یو شمیر سیاستدانانو اؤ مدني فعالانو هم دحامد الحق څرګندونې افغانستان کې ښکاره مداخلت بللی اؤ حکومت نه یې سپیناوی غوښتی چې باید په ډاګه کړي چې دحقانیه مدرسې مشر دا ډول خبرې دچا په ملاتړ اؤ دچا دخوشحالولو دپاره کوي.

دمولانا حامدالحق پلار چې ځان یې دطالبانو روحاني پلار بللو ،په کال ۲۰۱۸م کې دپنجاب په راولپنډۍ سیمه کې دنامعلومو کسانو لخوا وژل شوی ؤ چې دهغه وروسته دهغه زوئ مولانا حامدالحق دهغه دګوند مشري پغاړه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG