لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي د بايډن نه تمه لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقنامه به په ځای وساتي


طالبانو ويلي تمه لري چې د امریکا منتخب صدر جوبايډن به د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه شوې توافقنامه په ځای وساتي.

د صدر ډانلډ انتظاميې يا امریکا او طالبانو د روان کال فرورۍ په 29م په قطر کې د شرطونو لاندې توافقنامه شوې چې امریکايي او نړیوال ځواکونه به د مې 2021 پورې د افغانستان څخه ووځي.

او بيا امريکا د افغانستان نه خپل پوځ ويستل پېل کړي او د 13000 نه يې دغه شمېره 4500 ته راکمه کړې ده.

په قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم وي او ای ته ویلي، دغه توافقنامه يا تړون د افغانانو او امريکايانو په ګټه دی، بايد په دې کې کوم بدلون ونه شي او عملي شي په کوم چې دواړه خواوې رضا شوې وې.

هغه ويلي، "دوی تمه لري چې د خبرو روان عمل او د امریکا سره شوی تړون به په خپل ځای دوام ولري".

په ياد تړون کې دا هم ویل شوي ؤ چې طالبان به په نړيوالو ځواکونو بریدونه نه کوي د ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش مخه به نيسي چې د افغانستان خاوره ونه کاروي.

د امریکا او طالبانو د توافقنامې وروسته په 12ستمبر بيا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې روانې شوي کوم چې تراوسه پورې د طرز العمل يا طریقې د مسلو له امله مخکې نه دي تللي.

افغان ولسمشر اشرف غني هم د اتوار/ يکشنبې په ورځ [8نومبر] جوبايډن ته په انتخاباتو کې په بريا اومبارکي ویلې چې کابل او واشنګټن به د امن په ځای کولو او ترهګرۍ مبارزه نوره هم پیاوړې کړي.

عامو افغانانو هم د جوبايډن صدر منتخب کېدل ستايلي او وايي هيله لري چې ښايي د افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو عمل به په قلاره شي د کوم په اړه چې صدر ټرمپ ویلي ؤ چې د راتلونکي کرسمس پورې به ټول امریکايي پوځ د افغانستان څخه اوباسي.

بايډن په خپل صدارتي کمپاين کې ويلي ؤ که منتخب شو په افغانستان کې به په کمه شمېره کې پوځ وساتي چې يقيني کړي چې القاعده او داعش امریکا ته خطره نه وي. خو د افغانستان په قامي کچه جوړونه کې يې د امریکا د لاسوهنې مخالفت کړی ؤ.

د امریکا ډېموکرېټ سیاستوال جوبایډن چې اټکل کیږي د امریکا جنجالي صدارتي انتخابات یې د رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ نه ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG