لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې د افغان هوايي ځواک هيلي کاپټر غورځېدلی


د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، تېره شپه په ننګرهار کې د افغان هوايي ځواک هيلي کاپټر غورځېدلې، يو د هيلي کاپټر د عملې غړی او بل پوليس پکې وژل شوي او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د دفاع وزارت ویلي، دغه پېښه تېره شپه د ننګرهار په حصارولسوالۍ/ ضلع کې په 12 بجې رامنځته شوې ده.

ويل شوي پېښه د تکنيکي مسلې له امله شوې او د بده مرغه پکې يو د هيلي کاپټر د عملې غړی او بل د ملي پوليس سرتېری وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د دفاع وزارت په پېښه کې د مړه شوؤ د کورنیو سره غمرازي او خواخوږي کړې ده.

په افغانستان کې له دې وړاندې د هيلي کاپټرو د غورځېدو پېښه د اکتوبر په مياشت کې شوې وه.

د دفاع وزارت په 14 اکتوبر ویلي ؤ د افغانستان د ملي پوځ دوه [ اېم ايي – 17] هيلي کاپټرې غورځېدلي او نهه تنه پکې وژل شوي وو.

ويل شوي وو دغه هيلي کاپټرې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د شپې په وخت د اوچتېدو په وخت د تکنیکي ستونزې له امله غورځېدلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG