لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شانګلې څلور نور خواريکښ د کولې په کان کې مړه شوي دي


د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې سره تعلق لرونکي څلور خواريکښ د سيند صوبې په حېدر اباد سيمه کې د کولې يا سکرو په کان کې مړه شوي دي.

د خواريکښو د اتحاديې د مشرانو په وېنا ياده پېښه پرون د شورو/ چارشنبې په ورځ شوې او په خواريکښو د سکرو کان ته لاندې د کوزېدو په وخت پړی يا رسۍ شلېدلې او هغوی مړه شوي دي.

د مړه شوؤ خواريکښو تعلق د شانګلې د شاه پور علاقې د سانګړۍ کلي سره دی.

د خواريکښو د اتحاديې مشر عابد یار خان وي او ای ډيوه ته ويلي دغه ډول پېښې د حکومتي بې پرواهۍ له امله رامنځته کيږي.

هغه وويل حکومت ورسره وعدې کوي چې د خواريکښو د حفاظت دپاره به ګامونه اخستل کيږي، ولې نه خو قانون عملي کيږي او نه د دوی بل کوم تپوس کيږي.

نوموړی دعوه کوي چې په ملک کې څومره کانونه دي د قانون لاندې نه دي او د خواريکښو او کانونو دپاره جوړ قوانين دغلته په عمل کې نه راوستل کيږي ځکه بيا دغه ډول پېښې کيږي او دی خواريکښ مړه نه بلکې وژل شوي بولي.

په حېدر اباد کې د مړه شوؤ خواريکښو مړي يا جسدونه خپلې علاقې ته روان کړی شوي دي.

د عابد يار خان په خبره سږ کال يو اځې د شانګلې سره تعلق لرونکي د سکرو په کانونو کې 22 تنه مړه شوي دي.

د شانګلې سره تعلق لرونکي خواريکښ وايي د سکرو خواري ډېره سخته ده خو د دوی په خپلو علاقو کې هيڅ د ګټې وټې لار نشته ځکه دا خلک د ډېرې غريبۍ نه دغه مزدورو پسې ځي.

د خېبرپښتونخوا او مرکزي حکومت وايي د کولې د خواريکښو د حقونو او ساتنې دپاره يې ځينې قانوني اصلاحات کړي او د قانون عملي کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG