لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې نور ۳۴کسان په کرونا وایرس مړه شوي


پاکستان کې د کرونا وایرس د 1808 نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه هیواد کې په کرونا داخته ناروغانو شمیره د22ؤ زرو څخه اوښتې ده اؤ په تیر یو شواروز کې نور 34 کسان هم په دې وایرس مړه شوي دي.

د زیارت په ورځ په کرونا وایرس دڅار مرکز پخپلو شمیرو کې ویلي چې دهیواد دبیلابیلو برخو نه په تیرو څلېریشتو ساعتو کې د کرونا 18 سوه اؤ اته پېښې مخې ته راغلي اؤ 34 نور کسان په دې وایرس مړه شوي دی چې دې سره هیواد کې تر اوسه په کرونا وایرس داخته کسانو دمړینې شمیره 7000 اؤ 55 ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا دصحت محکمې چارواکي وایي چې اته کسان په تیر یو شواروز کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وایرس مړه شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د189 نوؤ پېښو مخې ته له راتلو وروسته د کرونا د ناروغانو شمیره 41258 ته لوړه شوې ده چې په دې کې 38426 بېرته روغ شوي اؤ په دې وایرس تر اوسه 1302 کسان مړه شوي هم دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د شمیرو ترمخه د جولای میاشتې نه راپه دېخوا د نومبر په مياشت کې د کرونا وایرس کېسونه تر ريکارډ حد پورې زیات شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس په پېښو کې د زيات والي راتلو په اړه د پېښور خېبر مېډيکل پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر ضياالحق اوړمه ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي وؤ د خلکو د احتياط نه کولو او کرونا وايرس سنجيده نه اخېستو له امله د جولایي د مياشت په څېر يو ځل بيا کرونا وايرس په تېزۍ سره خلک ناروغه کوي.

هغه ویلي وؤ که چېرې د دوېمې څپې په مهال هم خلکو د احتياط نه کار وانه خيستو نو په هپستالونو کې د مريضانو علاج کول به مشکل شي.

هغه په حکومت هم غږ کړی چې باید په کرونا کې د نور زیاتوالي نه وړاندې د مريضانو علاج په ځانګرو مرکزونو کې پېل کړي چې په عامو هسپتالونو کې دا وايرس خور نه شي.

د خېبر پښتونخوا د عامې روغتيا د څانګې مشر او د کويډ ۱۹ د پاره دټاکل شوی فوکل فرسن ډاکټر اکرام الله خان وینا ده چې صوبه کې د کرونا مريضانو د پاره څلور ځانګړي هسپتالونه جوړ کړل شوې دي او که مريضان د تېر وخت په څېر سوا کېږي نو درملني به يې هلته کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG