لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سيند صوبې وزيراعلی په کرونا وايرس اخته شوی


د پاکستان د سيند صوبې وزیراعلی مراد علي په کرونا وایرس اخته شوی دی، بل لور ته په ملک کې د کرونا وايرس پېښې نورې سېوا شوي، 19 تنه يې مړه کړي او 2128 کسانو ته دا وايرس ورپورې شوي دي.

وزیراعلی ته د کرونا وايرس لګېدو خبر وزيراعلی هاؤس خپور کړی دی او ویلي يې دي وزيراعلی مرادعلي شاه ځان د نورو خلکو نه جدا يا بيل کړی دی.

د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز په ټويټر ويلي د مراد علي شاه د روغ صحت دپاره لاس په دعا دی او په خلکو يې غږ کړی چې احتیاط وکړي ځان او نور د کرونا څخه محفوظ وساتي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تېرو 24 ساعتونو کې نور 19 تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو شوؤ ټوله شمېره 7160 ته رسېدلې ده.

ويل شوي په نورو 2128 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

د کرونا وایرس په اړه د سرکاري وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې په کرونا وایرس اخته 1379 کسان اوس هم داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

ځانګړې ویډیوګانې

خپرونه: سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:33 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG