لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان سبا کابل ته خپل لمړی رسمي سفر کوي،څېړونکو یې سفر پسې څه هېلې تړلي دي؟


ټاکل شوې ده دپاکستان وزيراعظم عمران خان سبا(پنجشنبه) د افغان اولسمشر اشرف غني په بلنه د افغانستان په يو ورځنۍ سفر کابل ته ځي اؤ دغلته به افغان چارواکو سره په مهمو معاملو خبرې اترې کوي.

په افغانستان کې دپاکستان سفیر منصور احمد خان وايي هغه به د خپل سفر په ترڅ کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره د دوه اړخیز اړيکو په لا پیاوړتیا اؤ نورو مهمو چارو غږیږي.

کال 2018 کې د واک ترلاسه کولو نه وروسته به دا افغانستان ته د وزير اعظم عمران خان لمړۍ سفر وي.

څېړونکي وايي کابل ته دپاکستان دوزيراعظم عمران خان دا سفر په يو داسې وخت کې کېږي چې د افغان سولې او پاکستان اؤ افغانستان د خپل منځي اړیکو لپاره هم يو حساسه موقعه ده.

تیره اوونۍ دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد ویلي و‌ؤ چې کابل ته د وزیراعظم عمران خان په دې سفر کې به افغانستان کې دسولې اؤ امن په روان عمل ، دسیاسي،امنیتي، تجارتي اؤ اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا خبرې اترې کیږي.

وزیراعظم عمران خان افغانستان ته خپل دا لمړی رسمي سفر په داسې حال کوي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې دافغان دولت دمرکچي پلاوي اؤ طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې د ځنډ ښکار شوي دي.

اسلام اباد کې میشت دافغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان کابل ته د وزیراعظم عمران خان دا سفر زیات مهم ګڼي اؤ وایي دا دافغان سولې اؤ دپاکستان اؤ افغانستان د اړېکو دپاره یو حساس وخت دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي افغان چارواکي به د وزیراعظم عمران خان نه په دې سفر کې ارو مرو افغانستان کې دتشدد دسیوا شوې کچې په راټيټولو ،اوربند اؤ افغان سوله کې د رول ترسره کولو خواهش وکړي.

طاهر خان وایي افغان چارواکي په دې نظر دي چې دکله نه دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې تړون شوی دهغې راپدیخوا افغانستان کې دتشدد کچه لوړه شوې ده اؤ هم د تیرو څه دپاسه دوؤ میاشتو راهسې د دوحې په خبرو کې څه پرمختګ نه کیږي.

دطاهر خان په وینا “بله اهمه موضوع چې دا مهال ده نو هغه داده چې هرکله دافغانستان څخه بهرنۍ قواوې اوځي دپاکستان اؤ افغانستان اړېکې باید بیا څنګه اؤ په کومو اصولو دوام وکړي ؟ دا ټول هغه څه دي چې هېله ده کابل ته دعمران خان دې سفر کې به پرې خبرې وشي”

هغه وایي د پاکستان اؤ افغانستان ترمنځ تجارت هم ډیر راکم شوی اؤ دتجارتي اړېکو دپیاوړتیا دپاره تر دې وړاندې د وزیراعظم د اقتصادي چارو مشاور رزاق داؤد هم کابل ته سفر کړی نو هېله ده چې دتجارت په غځولو به هم دې سفر کې خبرې اترې اؤ مهمې پرېکړې وشي.

دافغان چارو یو بل مهم څېړنکار اؤ وتلی خبریال ښاغلی رحیم الله یوسفزئ هم وایي که چرې په بین الافغاني خبرو کې څه پرمختګ نه کیږي اؤ بهرني ځواکونه همداسې دافغانستان څخه اوځي نو دافغانستان حالات نور هم خرابیدای شي.

هغه وایي “په داسې حال کې د دواړو هیوادونو ذمه وارۍ نورې هم سیوا کیږي، پاکستان به اوس دا نه غواړي چې افغانستان کې حالات خراب شي، که چرې دهغې منفي اغیزې په پاکستان کیږي،که پاکستان باندې شک کیږي،نور کډوال هم پاکستان ته راماتیدی شي یا پاکستان کې دمیشتو کدوالو دبیا ستنېدنې امکانات نور هم کمیږي”

هغه وویل که نن نه وي نو سبا خو بلاخره به خارجي ځواکونه د افغانستان څخه اوځی اؤ پاکستان اؤ افغانستان ته به یو بل سره د ګاونډیانو په توګه اړېکې پر وړاندې وړل وي

کابل ته دعمران خان ددې سفر نه وړاندې د وزیراعظم د اقتصادي چارو مشاور رزاق داؤد هم افغانستان ته خپل درې ورځنی سفر سفر ته رسولی دی اؤ‌هغه هېله ښکاره کړې ده چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ ټرانزیټي تړون ته به راتلونکې جنورۍ کې غوڅ شکل ورکړل شي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG