لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان وزیراعظم عمران خان کابل ته رسېدلی، دا سفر څومره مهم دی؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان په يو ورځني سفر کابل ته رسېدلی، هغه به د افغان ولسمشر اشرف غني او نور مشرتابه سره د افغانستان سولې، د دوه اړخيزه اړیکو او سيمه ييزه اقتصاد په موضوعاتو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي عمران خان د اشرف غني په بلنه د کابل سفر کوي.

د پاکستان د وزیراعظم جوړېدو وروسته دا د عمران خان د کابل لومړی سفر دی، چې ورسره پکې د بهرنيو چارو وزير، د وزيراعظم د اقتصادي چارو سلاکار او نور چارواکي مل دي.

د عمران خان سفر ولې مهم دی؟

څيړونکې د پاکستان د وزیراعظم د کابل سفر مهم ګڼي او وايې چې دا سفر په داسې وخت کې کيږي چې د افغانستان د سولې په لړ کې بېن الافغاني خبرې کيږي او امریکا خپل ځواکونه د افغانستان نه اوباسي.

څیړونکی او خبريال حسن خان وايي، "دا سفر ځکه ډېر مهم دی چې بېن الافغاني خبرې کيږي او له دې وړاندې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په لړ کې پاکستان مهم رول لوبولی ؤ ځکه افغانان به اوس هم د پاکستان نه دغه تمه کوي چې د طالبانوسره په خبرو کې رول ولوبوي".

بل څيړونکی او خبريال طاهر خان هم په دې نظر دی چې "افغان چارواکي به د وزیراعظم عمران خان نه په دې سفر کې ارو مرو په افغانستان کې د تشدد د سېوا شوې کچې په راټيټولو ،اوربند اؤ افغان سوله کې د رول ترسره کولو خواهش وکړي".

د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل

دامریکې د دفاع سرپرست وزیر کرس ملر د نهې/سه شنبې په ورځ ویلي تر15م جنورۍ به په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیره د4500 څخه 2500 ته راټيټولی شي او په عراق کې به هم تر دغې مودې دپوځیانو شمیره د3000 څخه 2500 ته راکمه کړی شي.

هغه ویلي په افغانستان او عراق کې د امریکایي پوځیانو د شمیرې راټيټولو مطلب هیڅکله دا نه دی چې ګنې د امریکا په تګلاره یا موخه کې کوم بدلون راغلی دی.

حسن خان وايي " پاکستان ته اوس دا احساس دی که د افغانستان نه د امریکا پوځ ووځي نو د هغې ټول غټ اثر به په پاکستان وي، دلته نزدې درې ملينه افغانان کډوال د مخکې نه دي، او پاکستان داسې غواړي هم نه چې د امریکې پوځونه دې د افغانستان داسې ووځي چې دروازه بنده کړي تاله ورته ولګئ او افغانستان داسې پرېږدي".

ښاغلی خان زياتوي "پاکستان کوشش کوي چې اول امریکا دې ته تياره کړي چې په افغانستان کې بنيادي ډهانچه جوړه کړي او که د هغې نه وروستو ځي نو بيا دې ځي".

نوموړی طاهر خان هم وايي دا ډېره اهمه موضوع ده او د عمران خان په دې سفر کې به پرې مهمې خبرې وشي.

د پاکستان او افغانستان په یو بل تورونه، شک او اندېښنې

پاکستان او افغانستان تل په يو بل داسې تورونه لګولي چې د يو بل پرضد خاوره کاوري خو دواړه بيا دا تورونه ردوي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په خپله په 26م اکتوبر ویلي، په پاکستان کې دا اندېښنه موجوده ده چې هند به افغانستان د پاکستان خلاف استعمال کړي چې په پاکستان کې اړی ګړی جوړ کړي او بې ثباته یې کړي.

هغه ویلي ؤ په تېرو وختونو کې د "پاکستان او افغانستان ترمنځه اختلافات او شکونه پېدا شوي او په ځينو پخوانيو څيزونو کې اوس هم ښکېل يُو، د تېر نه خلک زده کړه کوي او اوس وخت راغلی چې د تېر وخت نه زده کړه وکړو خپلې غلطۍ وګورو".

افغانستان هم تل په پاکستان داسې تورونه لګوي چې حقاني شبکې او نورو هغو ترهګرو ته يې پناه ځايونه ورکړي چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

حسن خان وايي، "په پاکستان او په افغانستان دواړو کې دا شک دی چې دوی د يو بل پرضد کاريږي او یا یې بل څوک کاروي که دواړه مخکې تلل غواړي نو ماضي به هېروي".

نوموړی وايي "په پاکستان کې د افغانستان دپاره يو نظر دی چې د هلته نه يواځې جرمونه کيږي او په افغانستان کې به هم دا رويه جوړول وي چې پاکستان او پنجاب ستا دښمن دی، دواړو هېوادونو له به په دې کار کول پکار وي او په دې کې ميډيا او نور خلک هم رول ترسره کولی شي".

هغه وايي "د پاکستان امنيتي ادارو له هم خپل رول کمول پکار دي افغانستان ته د سياسي، اقتصادي، کاروباري او نورو اړخونو نه هم کتل پکار دي يواځې ورته دامنيت په سترګه نه دي کتل پکار".

د پاکستان او افغانستان تجارت

کابل ته د عمران خان د سفر نه وړاندې د وزیراعظم د اقتصادي چارو مشاور رزاق داؤد هم درې ورځنی سفر کړی او هيله يې ښکاره کړې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټرانزیټي تړون ته به په راتلونکې جنورۍ کې غوڅ شکل ورکړل شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د شريک چېمبر افغان مشر خان الکوزی وايي "د پاکستان او افغانستان اړيکې په دې وروستيو کې ښې لوري ته روانې دي نه يواځې د تجارت په برخه کې بلکې په سياسي اړخ هم ښه ليدل کيږي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په دوه اړخيزه تجارت په وروستیو کې خبرې کېدل ښه اړخونه دي.

هغه وويل "دوی د عمران خان سفر ته په ښه نظر ګوري او تمه لري چې د تجارت په لړ کې په وروستيو کې شوې خبرې او ژمنې عملي شي او کومې ستونزې چې دواړو خواؤ ته سوداګرو ته ورپېښې دي په راتلونکې کې هغه حل شي".

حسن خان وايي د تجارت په برخه کې ښکاري چې رزاق داؤد به د افغان چارواکو سره ځينې خبرې او ژمنې شوي وي او د عمران خان په وړاندې به هغه لوظنامې لاسليک شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG