لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وېشل شوي پاکستان کې د ژوند نهه اړخونه


د نيو يارک ټايمز ورځپاڼې رپورټر ‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي فکر کوي که پاکستان د افغان سولې ريښتونې مرسته وکړي، ياد هېواد به بيا په نړيوالو مطبوعاتو کې وي، او د امنييت ستونزه به يې هم نه وي.

‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش چې نزدې لس کاله په پاکستان کې اوسېدلی او د جرنلېسټ په توګه يې کار کړی د پاکستان د سياست، پوځ، مذهبې جهادي ‌‌‌‌‌‌ډلو او د ياد هېواد د خارجه تګلارې په اړه د “پاکستاني ژوند نهه اړخونه” - په وېشل شوي قام کې- په نوم کتاب ليکلی دی.

د شورو په ورځ د امريکا د څېړنې ادارې يو ايس اي پي لخوا د ‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش د کتاب په رابلل شوې انلاين غون‌‌‌‌‌‌ډه کې نوموړي وينا وکړه او د پاکستاني صحافي سيريل الماې‌‌‌‌‌‌ډه چې د ناستې کوربه ، پوښتنو ته ځوابونه وويل.

ښاغلی والش وايي طالبان په داسې حالت کې نه دي چې پوځي لاس بری ومومي ځکه چې د افغانستان غټ ښارونه خوندي دي او وايي نه پوهېږي څه ووايي کچرې د دوحه قطر خبرې په ناکامۍ تماميږي او په افغانستان کې بيا خانه جنګي جوړيږي او لا په مثال طالبان په زور قدرت ته رسي نو چې پاکستان به چرته ولاړ وي؟.

‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي امريکا چې پاکستان د 9/11 د ترهګرۍ د پېښو وروستو کلک ملګری کړو او د امريکايي چارواکو په خله د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې يې په بيلينونو ‌‌‌‌‌‌ډالرې ورکړې خو د اسامه بن لادن د وژنې وروستو يې د ملګرتيا ځای د لاسه ځکه ورکړو چې پوښتنې راپورته شوې چې څنګه څوک ومني بن لادن په پاکستان کې په يو پوځي ښار کې دومره موده پټ و؟.

‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي که هر څو د امريکا د هغه وخت ولسمشر جارج بوش، جنرل مشرف ته د ترهګرۍ خلاف په جنګ کې د “بېسټ بډي” يا د نزدې ملګري نسبت کوؤ خو په افغانستان کې کرنل امام ‌‌‌‌‌‌ډبل ګېم چلولو چې د طالبانو د مرستو او د ترهګرو ‌‌‌‌‌‌ډلو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ و.

ليکوال وايي چې په کتاب کې يې د جنرل مشرف په وخت کې د پاکستاني پوځ (پخوانۍ) فاټا ته د القايده ترهګرو او طالبانو ‌‌‌‌‌‌ډلو خلاف د لېږلو، په بلوچستان کې د بې درکه کړل شوو خلکو، د ايي ايس ايي او پوځ د بې سزا جزا عمل چې د جنرل مشرف په وخت کې ګوانټامو جېل ته د نيول شوو خلکو د لېږلو نه پېل شو هم ذکر کړی دی.

‌‌‌‌‌‌ډېکلن والش وايي د پاکستان د طوفاني سياسي، کلتوري او پوځي ژوند اندازه يې کړې چې د هند سره دښمني هم لري خو هندي فلمونه په مينه ګوري او ‌‌‌‌‌‌ډېر نزدې ملګري په لاهور کې هم لري چې دا فکر کوي د ان‌‌‌‌‌‌ډيا تقسيم د دوه قامي نظريې په بنياد غلط و خو ځيني بيا وايي دومره غلط هم نه و.

د “The Nine Lives of Pakistan” په نوم دا کتاب وايي د نهه په کردارونو کې يو محمد علي جناح دی او نور اته د ټولنې نمايندګان دي چې څنګه د پوځي اختيار لاندې د مذهب او سياست د چل ول سره روان دي.

د دې د لاسه ښاغلی وايي “په پاکستان کې بې طرفه منځګړی نشته چې د اسلام او سياست په منځ کې لار اوباسي”.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG