لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوی ډیلی د کورونا او د ککړې هوا له ګواښونو سره مخ دی


واشنګټن – د هندوستان په پلازمېنه نوي ډېلي کې د کورونا پېښې د ریکارډ په توګه په زیاتېدو دي په داسې حال کې چې د دغه هېواد په نورو برخو کې پکې د پام وړ کموالی راغلی.

ددې ترڅنګ ډاکټران وايي، د کورونا له وبا څخه زیاته مړینه ددې له امله هم رامنځ ته شوې چې په دغه ښار کې د هوا ککړتیا تر خطرناکې کچې پورې زیاته شوې ده او د شلو میلیونو استوګنو ژوند یې د وایرس له ګواښ سره مخ کړی دی.‌

په ورته وخت کې په ګڼ شمېر خلک لا ماسکونو پرته د هندوانو د وروستي فېسټیوال په درشل کې مارکیټونو ته مخه کړې وه چې ورسره د وایرس د خپرېدو اندېښنه نوره هم زیاته شوې ده.

چارواکو دغه ښار ته زیات ډاکټران او روغتیايي کارکونکي استولي دي، په روغتونونو کې یې د بسترونو شمېر زیات کړی او ورسره یې د کورونا ټېسټونو ته هم زور ورکړی ځکه په حقیقت کې دغه ښار له دوو بیړنیو روغتیايي ستونزو سره مخ دی.‌

څېړنو ښودلې ده چې له ککړې او مردارې هوا سره د کورونا وایرس خطر زیاتېږي. په ډېلي کې د شورو یا چهارشنبې په ورځ له کورونا څخه ۱۳۱ کسان مړه شوي دي، چې دا په دغه ښار کې په یوه ورځ کې له یادې ناروغۍ څخه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.

ډاکټران وايي، ککړه هوا د انسان د بدن په دفاعي سیستم (امیون سیستم) باندې ناوړه اغیز لري او زیات انسانان ورسره په ناروغیو اخته کېږي په ځآنګړې توګه د تنفسي مکروبونو په ناروغیو باندې.

د نوي ډلي له اپولو روغتون څخه د داخله ناروغیو وتلی ډاکټر سورنجیت چترجي وايي، "دا لیدل شوي دي چې له ککړې هوا سره د کورونا ناروغي او ترې مړینه له نهو څخه تر لسو فیصدو پورې زیاته شوې ده او په ځینو څېړنو کې دا زیاتوالی ۱۵ فیصدو ته هم رسېږي."

د نوي ډېلي چارواکي وايي، د هوا د ککړتیا خطرناکې اغېزې د کورونا وبا پر وخت نورې هم زیاتې شوې دي.

د نوي ډېلي چیف منېسټر اروېند کجرېوال وویل، "د هوا ککړتیا یا پلوشن راروان دی. اسمان په لوګي ډک دی او دا د کورونا وایرس حالت نور هم خرابوي."

نوموړي په روانه میاشت کې د هوا د ککړتیا د کنټرول لپاره یو شمېر کارونه پیل کړي دي چې په هغو کې په خاورو او دوړو باندې د اوبو پاشل هم چې ورسره د دوړو او خاورو کچه کنټرول کړي.

په هندوستان کې نېږدې نهه میلیونه د کورونا پېښې رپوټ شوي دي، چې تر نیم میلیون زیاتې یې یواځې په نوي ډېلي کې دي.

هند په نړۍ کې په کورونا باندې تر امریکا وروسته دوهم زیات ځپل شوی هېواد دی.

په نوي ډېلي کې د کورونا د وبا له خپرېدو سره چارواکو پرېکړه وکړه چې په ودونو او محفلونو کې دې له ۲۰۰ څخه پنځوسو ته د ګډونوالو شمېر راکم کړای شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG