لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د کابل سفر ته په افغانستان کې هيله مندي ښودل شوې


د پاکستان وزیراعظم عمران خان په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره له کتنې وروسته د یاد سفر پایلو ته خلک هیله مند شوی دي، د سیاسي چارو شنونکي/ څيړونکو وایي چې افغانستان ته په دې حساس وخت کې کابل ته د عمران خان د سفر موخه افغان سوله ، اقتصادي اړیکې او پر دوه اړخیزو همکاریو هوکړې ته رسیدل دي.

تیره ورځ عمران خان د کابل په سفر کې وویل چې پاکستان به د افغان سولې بهیر کې تر خپله وسه همکاري وکړي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم هیله څرګنده کړې ده چې افغانستان او پاکستان باید د خپل راتلونکي لپاره یوې داسې هوکړې ته ورسیږي چې د دواړو هیوادونو هر اړخیزې اړیکې پکې خوندي وي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، هغه ویلي چې افغانستان او پاکستان دواړه باید طالبان وهڅوي چې د سولې خبرو ته لا ډېره غاړه کېږي.

د عمران خان په وینا، کابل ته یې د سفر لپاره ځکه دا وخت ټاکلی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې پاکستان به تر خپله وسه د تاوتریخوالي کمولو کې خپل رول ولوبوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، افغانستان او پاکستان باید یو او بل ته درناوی وکړي او یوه ګډ تفاهم ته ورسېږي او د سولې بهیر کې ګډې هڅې لا زیاتې کړي.

ښاغلي غني وویل: "افغانستان د ټولشموله اوربند په هڅه کې دی او نور تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او په تېر کې مو چې کومې ستونزې لرلې پکاره ده چې پرې غالب شو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکارۍ یوه ګډ لیدلوري ته ورسېږو او له یو بل سره همکاري وکړو

دسیاسي چارو کارپوه شیر خوستی وايي، پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ نه دی پاتې شوی او اوسني لومړي وزیر دغه سفر ته هم یې چندانې هیله نه شي کېدلی.

خوستی وايي "پاکستان دې ته اړ شوی دی چې په افغانستان کې دې سوله وي بله کومه لار هم نه لري بدون له دې چې سولې ته ورسیږو او بل اصلا د افغانستان او پاکستان باید د تجارت برخه کې هوکړې ته ورسیږي ". د امریکا له لوري په پاکستان فشار ددې لامل کیږي چې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره له افغانستان سره هوکړې ته ورسیږي او هیله څرګندوي چې د سفر پایله مثبته وي.

نور تر هغه چې د دوی ترمنځ په واقعي او اساسي ډول تفاهم نه وي رامنځ ته شوي او ذهنیتونه نه وي جوړ شوي، فکر کوم دا سفر به دومره ګټور نه وي، ځکه پکار ده پرله پسې او دوامداره خبرې وشي. "

په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی فضل الرخمن وریا وايي، افغانستان د سولې برخه کې حساس پړا و ته رسېدلی په داسې وخت کې د پاکستان د وزيراعظم سفر ګټور تمامېدی شي.

وریا وايي . په تیرو اویا کالونو کې زمونږ هیڅ حکومت ونه شوه کولي چې له نزدې او لیرې ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان ملي ګټو پر بنسټ باندې بهرني روابط تنظیم کړي.

وریا وايي چې ؛ ترټولو زیات ارزښت هندوستان ته ورکړل شوی دی او دغه زیات ارزښت ورکول ددې لامل شوي چې پاکستان په غوسه کړي اوس چې دسولې خواته روان یو دوهم پړاو یې بین افغانې مذاکرات دي چې دا مذاکرات به د افغانستان راتلونکي حکومت دولت او د افغانستان راتلونکی نظام به ټاکي.

په تېرو دوو لسیزو کې پاکستان ته د خپلې واکمنۍ پرمهال د حامد کرزي شل ځلې او د ولسمشر غني درې ځلې سفرونو او ور سره افغانستان ته د پاکستاني مشرانو تګ ونه شو کولی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باوري فضا رامنځ ته کړي.

خو سیاسي شنونکي په دې باور دي چې اوس پاکستان غواړي له افغانستان سره په اړیکو کې خپله تګلاره بدله کړي او افغان لوری هم هیله من دی چې پاکستان د افغانستان په سوله کې رغنده رول ولوبوي او عملي ګامونه واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG