لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د مثبت پرمختګ هرکلی کوو


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، "مونږ د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د مثبت پرمختګ هرکلی او ډاډګېرنه یې کوو".

خليلزاد ویلي که د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت پرمختګ " عملي کيږي نو دا به په سیمه کې د سولې او پرمختيا دپاره مخ په وړاندې تګ موقع برابره کړي".

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان وزيراعظم عمران په 19م نومبر د کابل سفر کړی او افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ليدلي ؤ.

په دغه مهال دواړو مشرانو مطبوعاتو سره خبرې کړې او افغان ولسمشر اشرف غني ويلي ؤ، "زمونږ ګډه موخه دا ده چې په باور سره د راتلونکي پر لور ګام واخلو، ترڅو پر هغو بې باوریو چې مونږ یې ښکار کړي یوو، برلاسي شو. د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ لیدلوری نه یواځې د همکاریو د پیاوړتیا، بلکې د سیمه ییزو همکاریو او اتصال لپاره هم ځانګړی ارزښت لري".

هغه زياته کړې وه چې "د تاوتریخوالي زیاتوالی سم ځواب نه دی، بلکې زمونږ د اساسي قانون د ارزښتونو په چوکاټ کې پایداره سولې لپاره یوه ټولیزه سیاسي هوکړه، راتلونکې تګلاره ده".

د ارګ د خبر ترمخه د پاکستان وزيراعظم عمرا ن خان ویلي ؤ "زه په داسې حال کې راغلی یم چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې مونږ د پاکستان حکومت او خلک یوه اندېښنه لرو او دا اندېښنه هماغه ده چې تاسو یې احساسوئ، د سولې ټینګښت لپاره احساس".

عمران خان ویلي ؤ پاکستان په افغانستان کې سولې ته لېواله دی او په دغه لړ کې او د تاؤ تريخوالي کمولو په لړ کې به د خپل توان پورې رول ولوبوي. هغه زياته کړې وه پاکستان په افغانستان کې دسولې د ټينګښت د لېوالتيا سره هيله لري چې د " دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه او ترانزیټي همکاري پراخه شي".

خليلزاد په ټويټر ویلي، د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د کابل سفر د مخ په وړاندې تګ د کلک ګام څرګندونه کوي چې دواړو هېوادونو يې د شريک وژن اعلان کړی دی.

هغه زياته کړې دواړو هېوادونو ته په شريک وژن اومبارکي وايي چې په دغو برخو کې يې کړي،

"د يو بل پرضد د يو بل خاورې کارېدو مخنيوی به کوي، د ولسونو/ حکومتونو او امنيتپ په کچه به اړيکې پیاوړې کوي، نورې همغږې اقتصادي اړیکې، د پاکستان او افغانستان، منځنۍ اسيا پورې تجارت او پرمختيايي اړيکې".

خليلزاد ویلي په افغانستان کې د تاوتريخوالي د کمولو او اوربند په لړ کې د ژمنې دپاره هم د پاکستان هرکلی کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG