لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اشرف غني مننه چې د پاکستاني بنديانو خوشي کولو امر یې کړی، صادق


د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان ولسمشر مننه کړې چې په افغانستان کې د پاکستاني بنديوانو د خوشي کولو امر يې کړی دی.

محمد صادق په ټويټر د اشرف غني او د پاکستان دپاره د افغان استازي محمد عمر داؤدزي مننه کړې ده.

هغه ويلي، "پاکستان د ولسمشر اشرف غني د حکم او ښه نیت چې پر اساس به یې په افغانستان کې بند پاکستانی اتباع خوشې شي مننه کوي".

ياده حکمنامه چې د پرون راهسې په ټولنيزو رسنيو خپره شوې، ارګ په خپله په دغه اړه کوم بيان نه دی ورکړی خو په حکمنامه کې ويل شوي دي چې،

[د پاکستاني بندیوانو د مجازاتو د بخښلو په اړه د اسلامي جمهوري افغانستان د رییس جمهور حکم د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د (۱۸) جز له مخې، د حسن نیت او له پاکستان سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت په موخه، د پاکستاني بندیانو چې د محاکمو په قطعي او نهایي حکمونو محکوم شوي دي، په اړه یې لاندې موارد منظوروم].

[د جمهوري اسلامي پاکستان هغه اوسېدونکي چې د بند په موده کې یې یوازې یوه میاشت پاتې وي، پاتې موده یې ورته بخښل کېږي او له بند نه آزادېږي].

[ هغو بندیوانو چې په دې فرمان کې یې ذکر راغلی دی او د جمهوري اسلامي پاکستان هغه بندیان چې د بند موده یې پای ته رسېدلې، خو د نغدي جزا د نه ورکړې له امله بندي پاتې دي، بخښل کېږي].

خو نه په دغه حکمنامه کې ويل شوي چې اشرف غني په ښه نيت د څومره پاکستاني بنديوانو د خوشي کولو امر کړی دی؟.

او نه بيا محمد صادق ویلي چې په افغانستان کې څومره پاکستاني بنديوان دي او په کومو جېلونو کې دي؟.

تېر کال د 2019م په جنورۍ کې په اسلام اباد کې د کابل سفير ويلي افغانستان او پاکستان په دې خبره موافقه شوي چې په دواړو هېوادونو کې په زندانونو کې د بنديانو يو بل ته د ورکولو په طريقه، مېکانزم کار وکړي.

له دې وړاندې هم داسې خبرونه مخې ته راغلي چې دواړو هېوادونه به يو بل ته بنديان ورکوي خو په رسمي ډول داسې کوم تړون مخې ته نه ؤ راغلی.

خو دا تازه حکمنامه په داسې وخت کې مخې ته راغلېچې د پاکستان وزيراعظم عمران په 19م نومبر د کابل سفر کړی او افغان ولسمشر اشرف غني سره یې ليدلي ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG