لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې کرونا ورځ تر بلې سېوا کیږي، حکومت وايي دا وبا نوره هم سېوا کېدی شي


په پاکستان کې کرونا وايرس ورځ تر بلې سېوا کيږي په تېرو 24 ساعتونو کې نور 59 تنه د کرونا وايرس له امله مړه شوي او په نورو 3009 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس له امله تراوسه پورې 7803 کسان مړه شوي دي.

تراوسه پورې په ملک کې په درې لکه 82 زره 892 کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی چې پکې ویل شوي درې لکه 32زره 974 کسان د دې وايرس نه ښه شوي هم دي.

سرکاري شمېرې ښايي په ملک کې د کرونا پېښې سېوا کيږي او مړینې ورسره هم زياتيږي.

په عېن حال کې چې په ملک کې د کرونا وبا مخ په تېزۍ روانه ده حکومت وايي که خلک احتياط ونه کړي نو دا وبا خطرناکې کچې ته رسېدی شي.

پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د کابینې د غونډې وروسته د پلاننګ وزير اسدعمر ويلي، په تېر جون کې په پاکستان کې کرونا اخري حد ته رسېدلې او که چرته خلک د کرونا څخه احتياط ونه کړي نو په راتلونکو دوه اوونيو کې حالات ډېر خرابېدی شي.

هغه زياته کړې په جون کې 3400 کسان په وېنټيلېټر يا اکسيجن ؤ او اوس 1750 دي.

د کرونا دپاره جوړې قومي رابطه کار کمېټۍ چې مشري يې اسد عمر کوي په ملک کې يې د تعلیمي ادارو د تړلو د تعلیم د وزارت د فېصلې منظوري ورکړې په ريسټورنټونو کې په کښېناسته او په غونډو راجوړولو يې بندېز لګولی دی.

هغه ویلي علما به په اعتماد کې اخلي او په جوماتونو کې به احتياطي ګامونه په سختۍ سره عملي کولی شي.

خو په پاکستان کې د ديني مدرسو مرکزي بورډ وفاق المدارس العربيه د کرونا د دويمې چپې په مهال د مدرسو بندولو څخه انکار کړی دی.

د وفاق المدارس عمومي سېکتر محمد حنیف جالندهري ويلي په دغه لړ کې مدرسې په اعتماد کې نه دي اخستل شوي.

د تعليم مرکزي وزير شفقت محمود دوه ورځې وړاندې په ملک کې د ټولو تعليمي ادارو د تړلو اعلان کړی ؤ.

په پاکستان کې د کرونا وبا په مهال د ملک په بېلابيلو برخو کې سمارټ لاک ډاؤن يا ټولبند هم په ځای کړی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG