لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محسن داوړ: نور به د پي ډي ایم په جلسو او غونډو کې ګډون ونه کړم


واشنګټن ــــ د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ اعلان کړی چې نور به د واکمن تحریک انصاف ګوند په ضد د اپوزیشن ګوندونو د جوړ شوي اتحاد پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ (پي ډي ایم) په راتلونکو جلسو او غونډو کې ګډون ونه کړي.

محسن داوړ وروسته له هغه پي ډي ایم پرېیښی چې په تېرو ورځو کې یې په یوه غونډه کې د دې اتحاد له مشر مولانا فضل الرحمن سره اختلافي خبرې تبادله شوې وې. له هغه وروسته مولانا فضل الرحمن په پي ډي ایم کې پر محسن داوړ اعتراض کړی وو او پوښتنه یې کړې وه چې هغه د کوم ګوند په استازیتوب په پي ډي ایم کې شامل دی.

محسن داوړ د شورو- چارشنبې په ماښام پر خپل ټویټر په شپږو پرله پسې ټویټونو کې له پي ډي ایم څخه د بېلوالي سبب په دې اتحاد کې له ده څخه د ځینو ګوندونو ناخوښي بللې ده، خو ددغو ګوندونو نومونه یې نه دي یاد کړي:

"په پي ډي ایم کې ځینو ګوندونو په ښکاره یا په پټه زما په موجودګۍ ناخوښي څرګنده کړې ده، دا ډول غیرضروري اختلافت موږ له هغه ضروري کارونو باسي چې موږ یې د خپلو حقونو لپاره کوو".

پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ د اپوزیشن ګوندونو تحریک دی چې د واکمن تحریک انصاف ګوند په ضد پیل شوی او مقصد یې د عمران خان حکومت ختمول دي. دې تحریک تر اوسه په پنجاب، سیند، بلوچستان او پښتونخوا کې سترې جلسې کړې دي چې ځینو ته یې محسن داوړ ور بلل شوی او په ځینو کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

محسن داوړ لیکلي چې بیا به هم د جمهوریت او ولسي واک لپاره د پي ډي ایم د غوښتنو ملاتړ کوي او د خلکو د حقونو او انصاف، د قانون د عملدارۍ، د پارلمان او آیین د بالادستۍ لپاره به مبارزه کوي:

"د هغو خلکو لپاره به زموږ مبارزه روانه وي چې له پامه لوېدلي دي، زموږ مبارزه د هغو ګډه مبارزه ده چې د واکمنو له لاسه له پراخې ناانصافۍ سره مخ دي".

محسن داوړ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې یو له هغو سیاستوالو ګڼل کېږي چې د پاکستان پر اوسني حکومت او پوځ تر بل هر چا زیاتې نیوکې کوي، له همدې کبله د پنجاب په ګوجرانوالا او پېښور ښارونو کې د پي ډي ایم جلسو ته هغه نه وو ور بلل شوی.

د پاکستان ډیموکرېټیک موومنټ له خوا د محسن داوړ د دې پرېکړې په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG