لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسرو زرو مډال اخستونکي افغان کډوال زده کوونکي سعدالدین ته پاکستان کې د لوړو زده کړو اجازه نه ورکول کیږي


د سرو زرو مډال پغاړه د اوويشت کلن افغان کډوال زده کونکی سعد الدین کورنۍ د افغآنستان دتخار ولايت څخه لسيږي وړاندې کوټې ښار ته راغلې ده، سعدالدين په کوټه کې زيږېدلی او تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده کړې هم په کوټه ښار کې تر لاسه کړې دي.

هغه له بيوټمز پوهنتون څخه بي ايس ميتمېټکس کړی او په ښو نمبرو تر لاسه کولو پوهنتون ورته د سرو زرو ميډال ورکړی دی، خو د سعدالدين زده کړې هم پر دې ځائ ولاړې دي ، د هغه په خبره ياد پوهنتون بيوټمز کې د لوړو زده کړو لپاره داخله نه ورکول کيږي ۔

وي او ای ډیوه ته نوموړی وایي"زه دبيټمز پوهنتون څخه په رياضۍ کې ګولډ ميډلسټ يم ، ما په رياضۍ کې له دې پوهنتون څخه تر څوارلسم ټولګي زده کړې کړي دي ،ټول اسناد مې پوهنتون ته ورکړي وؤ چې د ايم ايس لپاره داخله واخلم او لوړې زده کړې تر لاسه کړم خو دوئ ماته داخله را نه کړه ، او ماته يې د دا خلې نه راکولو لامل هم نه دی ښودلی"

د سعدالدين د تورونو په حقله د ډيوه همکار د بيوټمز پوهنتون کوټې له رجسټرار او نورو مسولینو سره تماس ونيو خو هغوئ په دې حقله خبرو کولو اؤ خپل دريځ ورکولو څخه ډډه وکړه

په بلوچستان کې مېشت د افغان زده کوونکو د تنظيم "ارسا" مشر عزت الله وايي يوازي يو سعدالدين نه بلکې ډېری افغان کډوال زده کوونکي له مشکل سره مخ دي.

دعزت الله په وینا د پاکستان د وزارت خارجه او د وزارت تعليم لخوا ټولو افغان کډوالو زده کونکو ته په تعليمي ادارو کې د داخليدو اجازت شته خو بيا هم له تيرو څو کالو راهسي دوئ ته داخلې نه ورکول کيږي.

ښاغلی عزت الله وايي تر پنځويشتو زيات زدهکونکي د لوړو زدکړو د داخلو لپاره انتظار دي خو داخلې نه ورته ورکول کيږي"

دافغان کډوالو دکمشنرۍ دبلوچستان د تعليم دڅانګې مشر عزيز الرحمان وايي افغان کډوال زده کونکي په تعليمي ادارو کې د داخلو اخستلو بشپړه حق لري اؤ د بلوچستان حکومت له لوري د ايالت په ټولو پوهنتونو کې افغان زده کونکو ته دد اخلو ورکولو اجازت نامه موجود ه ده.

دهغه په خبره"په ځينېو پوهنتونونو کې داسي څانګې شته چې په هغې کې افغان کډوال زده کونکو ته دا خلې ورکول ځکه ګران کار دی چې ځينې افغان کډوال زده کونکي هغه تعلمي اسناد نه لري د کومو پر اساس چې په ځانګړو څانګو کې داخلې ورکول کيږي"

د يو اين ايچ سي ار د پاکستان وياند قيصر اپريدي ډيوه ته وويل په ټول پاکستان کې د افغان کډوال او په خاصه توګه زده کونکي د ستونزو سره مخ دي.

دښاغلي اپریدي په خبره په پاکستان کې څوارلس لکه رجسټرډ افغان کډوال او اته لکه اتيا زره افغان وګړتوب کارډ لرونکي میشت دي چې ۶۴ فيصده برخه يې ځوانان دي.

قيصر اپريدی وايي يو اين ايچ سي ار له تر دولسم ټولګي افغان کډوالو زده کونکو ته د زده کړو زمينه برابروي او د دې تر څنګ زده کوونکو ته وظیفې هم ورکوي.

د یو این ایچ سي ار ویاند له حکومت څخه و غوښتل چې د افغان کډوال زده کوونکو په پوهنتونونو کې د داخلیدو ستونزه دې هوارې کړي .

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG