لاس رسیدونکی لینک

 
د فرانسې پخوانی ولسمشر سرکوزي د فساد له تورونو سره مخ دی
تازه خبر

د فرانسې پخوانی ولسمشر سرکوزي د فساد له تورونو سره مخ دی


واشنګټن – د فرانسې پخوانی ولسمشر نېکولاس سرکوزې په ده باندې د فساد د لګول شویو تورونو له امله د زیارت یا پنجشنبې په ورځ محکمې ته ولاړ.

په سرکوزې باندې تور دی چې هغه قاضي ته یې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د رشوت ورکولو هڅه کړې وه چاچې د ۲۰۰۷ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه پلټنې کولې.

پخواني ولسمشر په دې ټینګار کوي چې بې ګناه دی.

دا عادي خبره نه ده چې پخوانی ولسشمر له خپلو وکیلانو سره یوځای د محکمې پر لور روان وي.

خو دا غیر عادي کار نن سبا د پاریس په کوڅو کې لیدل کېږي چېرې چې پخوانی ولسمشر نېکولاس سرکوزې د رشوت ورکولو او د خپل اغېز د کارولو له تورونو سره مخ دی.

یان کلوډې بیاجور ددغه کېس په اړه امریکا غږ ته وویل، "دا په فرانسه کې د حکومت د مشر لپاره یو غیر عادي کار دی چې د فساد لپاره محاکمه کېږي." هغه وویل، "پخوانی ولسمشر سرکوزې باندې شک دی چې یو لوړ پوړي قاضي ته یې د هغه معلوماتو د ترلاسه کولو په بدل کې د رشوت ورکولو هڅه کړې چې د نېکولاس سرکوزې په اړه یې یوې روانې قضايي دوسیې باندې کار کاوه."

څارنوالان وايي، سرکوزې لوړ پوړي قاضي ته په مونېکو کې د لوړې دندې ژمنه ورکړې وه تر څو د هغو ادعاو په اړه ده ته معلومات ورکړي چې سرکوزې د ۲۰۰۷ کال د ولسمشرۍ په کمپاین کې له لااوریال کمپنۍ څخه غیر قانوني پيسې اخېستې وې.

خو سرکوزې تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

تمه ده د سرکوزې محکمه به درې اونۍ دوام وکړي. کچېرې پکې مجرم وموندل شي نو په لس کاله بند او ۱.۲ میلیونو ډالرو جریمې باندې به محکوم شي.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG