لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې پروسه کې دپاکستان لخوا دهمکارۍ هوډ خو څېړونکي پرې بې باوره دي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي يو ځل بيا د افغانستان د سولې په پروسه کې د اسلام اباد د کردار د دوام په هکله خپل هوډ تکرار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان په افغانستان کې امن او د افغان کډوالو خپل هېواد ته په عزت اؤ درناوي دبېرته ستنیدلو لیواله دی.

ښاغلي قرېشي دا خبرې د خپل افغان سيال حنيف اتمر سره د ناېجېريا سرښار نيامي کې د اسلامي همکارۍ دتنظیم او اي سي د خارجه وزیرانو د کونسل دغونډې په ترڅ کې دلیدنې پرمهال کړې دي.

څېړونکي وايي که پاکستان په رښتيا افغانستان کې امن غواړي نو دافغانستان به اړه به ورله خپله پخوانۍ تګ لاره بدلول او د افغان وګړو زړونه ګټل وي.

دجمعې په ورځ د پاکستان دبهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې دشاه محمود قرېشي له خولې ویل شوي چې پاکستان افغانستان کې دامن او د افغان کډوالو خپل هېواد ته په درناوي د ستنېدو هيله من دی.

هغه ویلي چې اسلام اباد به د ګاونډى هېواد افغانستان د جوړ جاړي په عمل کې خپل رول ته دوام ورکوي.

ښاغلي قرېشي دا هم ویلي باېد چې افغان مشران د هغو عناصرو هم ځان خبر وساتي څوک چې په افغانستان کې دسولې اؤ امن روانو هڅو ته زیان رسول غواړي.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر قریشي د خپل افغان سيال حنیف اتمر سره دا لېدنه په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د يو بل هېوادونو ته مهم سفرونه کړي دي.

ددغو سفرونو راپدیخوا د پاکستان او افغانستان په خپل مينځي اړيکو کې يو څه ښه والی په نظر راځي. او د قطر سرښار دوحه کې هم د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې روانې دي او افغان چارواکي ددغو خبرو د بريا لپاره د پاکستان رول مهم ګرځوي.

د پاکستان خارجه وزارت لخوا جارى شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې ليدنه کې د افغانستان د بهرنو چارو وزیر حنیف اتمر د افغان کشالې د هواري لړ کې د پاکستان د هڅو ستاينه کړې او افغانستان ته ېې د وزير اعظم عمران خان د وروستي سفر پايلې مهمې ګرځولې دي.

داعلامیې له مخې شاه محمود قریشي دلیدنې په مهال افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ اؤ وئ ویل تاؤ تریخوالي کې کموالی د اوربند لامل کیږي.

د بهرنیو چارو وزیر قریشي ټینګار وکړ چې د سولې خبرې یو تاریخي فرصت دی اؤ باید دا فرصت د افغان مشرتابه لخوا په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات رامینځته کولو لپاره وکارول شي.

د افغان چارو شنونکي او د پېښور پوهنتون د ژورنلزم د څانګې مرستیال پروفيسر سيد عرفان اشرف ډيوه ته وايي پاکستان تر اوسه د افغان کشالې په هواري کې هغه شان کردار نه دی لوبولی څنګه چې اړین ؤ.

هغه وویل که څه هم پاکستان د افغانستان په اړه د خپلې زړې تګ لارې د بدلولو دعوې کوي خو دا تګ لاره اوس هم په يو اؤ بل ډول دوام لري.

عرفان اشرف مخکې زیاتوي دا هر چاته څرګنده ده چې پاکستان د افغان طالبانو سره ښې او ژورې اړيکې لري خو وايي وخت راغلی چې پاکستان د افغان دولت او اولس سره خپل ملاتړ اعلان کړى او داسې ګامونه واخلي چې افغان اولس باور پرځائ کړى او د هغوي زړونه وګتي.

اخوا د افغان چارو يو بل څېړنکار جميل چترالي ډيوه ته وايي د افغان سولې روان عمل ترهغې مخکې نه شي تللی ترڅو چې افغان مشرانو دغلته د پاکستان پرضد د هندوستان هلو ځلو ته د پائ ټکې نه وى ايښودلی.

ښکاره دې وى چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم تېره ورځ نړیوال اقتصادي فورم ته خپله وینا کې د افغانستان د روغې جوړې دپاره د خبرو پېل کولو لپاره د امریکا د تلونکي صدر ډونلډ ټرمپ تګ لاره ستاېلې وه.

هغه هيله څرګنده کړې وه چې دامریکې راتلونکی صدر جو باېډن به هم دغه تګلاې ته دوام ورکړي.

افغان طالبانو هم افغانستان ته د پاکستان د وزير اعظم عمران خان وروستی سفر مهم بللی او ویلي دي چې د پاکستان په څير ګاونډي هیواد سره ښې اړیکې لرل د افغانستان د ګټو لپاره اړينې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG