لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي مخالفه ګوندونو ته نور د جلسو اجازه نه ورکوي، پي ډي اېم وايي جلسې به کوي


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي د حکومت مخالفه 11 ګوندونو غورځنګ [پي ډي اېم] به ته نور د جلسو کولو اجازه ور نه کړي، خو پي ډي اېم وايي د ملتان سره به نورې جلسې په اعلان شوؤ نېټو کيږي.

د ځايي ميډيا ترمخه عمران خان پرون د حکومتي چارواکو سره په خبرو کې ویلي، په ملک کې د کرونا وايرس په خطرناکه توګه خوريږي، ځکه مخالفه ګوندونو له پکار دي ولسي غونډې وځنډوي.

د عمران خان سره په ناسته کې ګډون والو ویلي حکومت به د کرونا د مخنیوي دپاره احتیاطي تدابير په سختۍ سره عملي کوي او مخالفه ګوندونو ته به اجازه ور نه کړي چې غټه غونډه راجوړه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ ویلي په 30 نومبر به په ملتان کې جلسه کوي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني ويلي که حکومت يې د جلسې په وړاندې خنډان جوړ کړه په ټول ملتان کې به لاريونونه اوباسي او جلسه به وکړي.

هغه ويلي حکومت د اوس نه لګيا دی چې د جلسې مخه ونيسي خو هغه د جلسې په کولو ټينګار کړی دی.

د پيپلز ګوند مرکزي مشر بلاول بټو زرداري ویلي "فاشسټ/ فسطايي رژيم په ملتان کې د جمهوريت پلوؤ فعالانو ګرفتارۍ دوامداره ساتلي. خو جيالې به د دې ګوډاګي [حکومت] څخه ونه ويريږي. کوشش دې وکړي چې څومره کولی شي خو د پيپلزګوند د بنياد اېښودو د ورځې او د پي ډي اېم د جلسې د 30 نومبر مخه به ونه نیسي".

راپورونه وايي د ملتان په قاسم باغ کې چې پي ډي اېم جلسه اعلان کړې د دغه ځای نه چاپېره کنټېنرې اېښودی شوي او د پيپلز ګوند او مسلم ليګ ن يو شمېر غړي نيول شوي او نور هم نيول کيږي.

پي ډي اېم له دې وړاندې په ګوجرانواله، کراچۍ، کوټه او پېښور کې جلسې کړي دي، په 30نومبر يې په ملتان او په 13 دسمبر يې په لاهور کې جلسې اعلان کړي دي.

عمران خان په مخالفه ګوندونو ټکونه کړي او ويلي يې دي دوی ته به د ملي پخلاينې ارډيننس يا اېن ار او ور نه کړي که هر څومره جلسې وکړي.

خو مخالفه ګوندونو تل د حکومت دغه دعوې رد کړي چې ګنې اېن ار او غواړي.

پي ډي اېم

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی. خو پي ډي اېم وايي د عمران خان د حکومت نسکورولو پورې به په قلاره نه کښېني.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG