لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغان جګړه د سنجی دت نوی فلم "تور باز" دځانمرګي بریدونو پرځائ ماشومان کرکت ته تشویقوي


بالی ووډ کې دافغانستان دجګړې په موضوع د تورباز په نوم یو نوی جوړ شوی فلم په ۱۱م دسمبر نندارې ته وړاندې کړل کیږي چې مرکزي رول پکې دهندي فلمونو وتلي ستوري سنجی دت ترسره کړی دی.

په دې وروستیو کې د کینسر د مرګوني ناروغۍ څخه له رغیدو وروسته دا د سنجی دت وړومبی فلم دی چې هغه پکې د پوځ یا ملي اردو دیو ډاکټر افسر په توګه مخې ته راغلی دی.

دهندي رسنیو د راپورونو له مخې، تورباز فلم په افغانستان کې د روانې جګړې او په دغه جګړه کې له ماشومانو نه د ناوړه ګټې اخیستو په اړه جوړ شوی دی.

په نیټ فلکس انډیا دې وروستیو کې ددې فلم لنډیز یا ټریلر خپور شوی کوم چې سنجی دت پخپله ټوئټر پاڼه دخپلو مینه والو سره شریک کړی اؤ په دغه لنډیز کې لیدل کیږي چې سنجی دت دافغان کډوالو په یو کمپ کې دافغاني ماشومانو سره کرکټ کوي.

هندي رسنۍ وایي په دې فلم کې سنجی دت هڅه کوي چې دکرکټ دلارې افغان ماشومان دترهګرۍ نه په ډډه وساتي اؤ هغوئ دسالمو فعالیتونو دپاره د کرکټ لوبې ته تشویق کړي.

خو دفلم ولن راهول دیو برعکس بیا هڅه کوي چې افغان ماشومانو ځانمرګي بریدونو ته تشویق کړي.

دفلم په یوه برخه کې سنجی دت په دې ډائیلاګ ویلو لیدل کیږي چې “کډوال ماشومان تر ټولو دمخه دترهګرۍ ښکار کیږي”

دافغان رسنۍ خامه پرس د رپورټ له مخې په دې فلم کې راهول دیو د یوې ترهګریزې ډلې مشر دی هغه بیا په دې باور دی چې هغه ماشومان چې په دې ترهګریزه ډلې کې له دوئ سره وي د ځانمرګو بریدونو په توګه ور څخه کار اخلي.

نرګس فخري هم په دې فلم کې مرکزي لوبغاړو ده هغه بد یوې افغانې مېرمنې په توګه دې فلم کې لیدل کیږي او په یوه مؤسیسه کې کار کوي ترڅو د ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.

یاد فلم کې یو افغان ببرک اکبري هم کار کړي دی نوموړي تر دې وړاندې له سنجی دت سره په پاني پت فلم کې هم کار کړی ؤ.

یو کال وړاندې په باليوؤ کې په احمدشاه ابدالي جوړ شوي فلم کې سنجی دت مرکزي رول لوبولی ؤ خو په دغه فلم زیاتې نیوکې هم شوې وې چې تاریخي واقعاتو ته پکې ګډوډ شکل ورکړل شوی اؤ واقعتونه پکې دپښو لاندې شوي دي.

سنجی دت دخپل نوي فلم تورباز کامیابۍ ته هېله مندي ښودلې اؤ ویلي یې دي دا فلم د افغانستان په هکله واقعتونه لري اؤ دافغانستان حقیقي انځور خلکو ته وړاندې کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG