لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان وایي د بین الافغاني خبرو پر کړنلاره متفق شوي خو حکومتي پلاوی یې نه تاییدوي


واشنګټن ــــ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې تر څو میاشتنیو بحثونو وروسته د افغان حکومت له پلاوي سره د مذاکراتو پر کړنلاره اتفاق ته رسېدلي دي، خو حکومتي پلاوی دا خبره ردوي او وایي چې د طرزالعمل مسوده لا نه ده منظوره شوې.

په دوحه کې د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د مذاکراتو کړنلاره د بین الافغاني مذاکراتي ډلو تر منځ د نومبر پر 15 نېټه په 21 مادو کې بشپړه او حتمي شوې ده:

"نوموړی طرزالعمل د مسهل يا کوربه هېواد په حضور کې د 2020 د نومبر مياشتې په 17 نېټه په پښتو او دري ژبو ولوستل شو. د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه يا مسهل ته هم ورکړل شوې ده".

د افغان حکومت مذاکراتي ډلې بیا رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې له مقدمې پرته د مذاکراتو د ناستو پر 21 ماده لرونکې کړنلاره له طالبانو سره اتفاق ته رسېدلي دي خو وایي مقدمه لا هم نور بحث ته اړتیا لري او کړنلاره د دواړو لورو له خوا نه ده منظوره شوې. په دې پیغام کې راغلي:

"د نومبر میاشتې د 17مې نېټې په مشترکه جلسه کې- چې کوربه هم پکې حضور درلود- پرېکړه وشوه چې طرزالعمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یواځې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي".

خو د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم بیا د حکومت د مذاکراتي ډلې تر بیان وروسته په یوه بل ټویټ کې سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د مقدمې په شمول ټوله کړنلاره د دواړو لورو په اتفاق بشپړه شوې او حتمي شوې ده.

بل لور ته افغان حکومت هم د تېرې چارشنبې- شورو په ورځ ویلي وو، چې له طالبانو سره یې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي درې ورځې وړاندې په کابل کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، د طالبانو غوښتنې د افغانستان له آیین یا اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

ځینې سرچینې وایي د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستانیکزي او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي روانه اوونۍ کابل ته یو پټ سفر کړی، چې وایي مقصد یې د مذاکراتو د کړنلارې په اړه د ولسمشر تایید تر لاسه کول وو.

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې بین الافغاني خبرې د ستمبر پر 12مه پیل شوې دي، خو تر دوه نیمو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د خبرو د طرزالعمل پر سر اختلاف او بحثونو د رسمي مذاکراتو د پیلېدو مخه نیولې ده.

بل لور ته د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وروسته هم په افغانستان کې د تشدد په پېښو کې د کموالي پر ځای زیاتوالی راغلی او د افغان حکومت په وینا طالبانو په شاوخوا شپاړسو ولایتونو کې لوی او واړه بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل شوي دي.

خو طالبان بیا دا ډول دعوې ردوي او وایي چې د پخوا غوندې لوی بریدونه نه کوي بلکې یواځې دفاعي بریدونه کوي، خو طالبانو د افغان حکومت او نړیوالو هغو پرله پسې غوښتنو ته تر اوسه مثبت جواب نه دی ویلی چې د دایمي ډزبندۍ غوښتنه ترې کوي.

XS
SM
MD
LG