لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي،استاد سیاف اؤ عبدالله عبدالله سره داشرف غني مهمه لیدنه، په افغان سوله یې خبرې کړي


دافغانستان د ولسمشر اشرف غني دهیواد مهمو سیاسي شخصیاتو سره دا لیدنه په داسې حال کې کړې چې طالبانو یو ځل بیا قطر کې دافغان دولت پلاوي سره دخپل منځي خبرو اترو پیل کیدو خبر ورکړی خو وایي چې دې خبرو کې لا څه رقم پرمختګونه نه دي شوي

د افغانستان ولسمشر اشرف غني دهیواد پخواني ولسمشر حامدکرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د هیواد سیاسي مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې دسولې په روانه پروسه خبرې کړي دي.

دافغانستان صدارتي ماڼۍ پخپل یو لنډ بیان کې ویلي دیکشنبې په ورځ ترسره شوې د لیدنه کې د سولې په پروسه، د ملي روغې جوړې عالي شورا دجوړښت د څرنګوالي او وړومبۍ غونډې د جوړېدو په اړه مثبت بحثونه شوي خو په سمدستي توګه لا ددې لیدنې نور جذئیات نه دي روښانه کړل شوي.

دافغانستان د ولسمشر اشرف غني دهیواد مهمو سیاسي شخصیاتو سره دا لیدنه په داسې حال کې کړې چې طالبانو یو ځل بیا قطر کې دافغان دولت پلاوي سره دخپل منځي خبرو اترو پیل کیدو خبر ورکړی خو وایي چې دې خبرو کې لا څه رقم پرمختګونه نه دي شوي

په دوحه کې د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم د شنبې- خالي په ورځ پر ټویټر لیکلي وؤ چې د مذاکراتو کړنلاره د بین الافغاني مذاکراتي ډلو تر منځ د نومبر پر 15 نېټه په 21 مادو کې بشپړه او حتمي شوې ده

افغان حکومت مذاکراتي ډلې بیا رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې له مقدمې پرته د مذاکراتو د ناستو پر 21 ماده لرونکې کړنلاره له طالبانو سره اتفاق ته رسېدلي دي خو وایي مقدمه لا هم نور بحث ته اړتیا لري او کړنلاره د دواړو لورو له خوا نه ده منظوره شوې.

خو د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم بیا د حکومت د مذاکراتي ډلې تر بیان وروسته په یوه بل ټویټ کې سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې د مقدمې په شمول ټوله کړنلاره د دواړو لورو په اتفاق بشپړه شوې او حتمي شوې ده.

ځینې سرچینې وایي د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې مشر معصوم ستانیکزي او د سولې په چارو کې د ولسمشر سلاکار سلام رحیمي روانه اوونۍ کابل ته یو پټ سفر کړی، چې وایي مقصد یې د مذاکراتو د کړنلارې په اړه د ولسمشر تایید تر لاسه کول وو.

په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ‌ د سولې بین الافغاني خبرې د ستمبر پر 12مه پیل شوې دي، خو تر دوه نیمو میاشتو تېرېدو وروسته لا هم د خبرو د طرزالعمل پر سر اختلاف او بحثونو د رسمي مذاکراتو د پیلېدو مخه نیولې ده.

څېړونکي وایي دامریکا ددفاع د سرپرست وزیر لخوا دجنورۍ تر ۱۵مې نیټې افغانستان څخه د ۲۰۰۰ نورو سرتیرو د ویستلو له اعلان وروسته افغان ولسمشر اشرف غني ،پخوانی ولسمشر حامد کرزی اؤ نور مهم چارواکي اؤ سیاسي مشران هم په دې هڅه کې دي چې دامریکایي پوځیانو تر وتلو وروسته هم باید افغانستان کې نظام پیاوړی پاتې شي اؤ بیا خانه جنګي یا بهرني مداخلتونه پیل نه شي.

په قطر کې د طالبانو اؤ افغان پلاوي ترمنځ دخپل منځي خبرو پیل کیدو سره سم دافغانستان بیلابیلو برخو کې دتشدد ، ځانمرګي بریدونو اؤ چاودنو لړۍ هم چټک شوې ده.

دیک شنبې په ورځ‌ چې کله په صدارتي ماڼۍ کې د ولسمشر اشرف غني سره د سیاسي مشرانو غونډه روانه وه په دغه مهال هم رسنیو دافغانستان زابل اؤ غزني ولایتونو کې دوؤ ځانمرګي بریدونو د ۳۰ؤ افغان پوځیانو د وژنې اؤ د۴۹نورو کسانو د ژوبل کیدو راپورونه خپرول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG