لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان شوی


په پاکستان کې نن د ګل/ دوشنبې د ورځې [30نومبر] څخه د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين روان شوی چې پکې به درې کروړه 95 لکه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

د وزيراعظم د صحت د چارو مشاور فېصل سلطان پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ په پېښور کې د پوليو کمپاين پرانسته کړې ده.

هغه ويلي پاکستان چې دا وخت د ډېرو چېلنجونو سره مخ دی پکې يو غټ چېلنج د کرونا وبا ده او بل دوی ته د پوليو ضد څاڅکو په وخت د ميندو، پلارانو انکار کول دي.

هغه په ټولو خلکو غږ کړی چې ټولو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي ځکه چې انکار کول نه يواځې د ماشومانو ژوند د خطر سره مخ کوي بلکې پاکستان هم په نړۍ کې بدناموي.

هغه ويلي د پوليو ضد څاڅکي د صحت نړیوالې ادارې او ديني عالمانو پاک ګرځولي چې دا هيڅ تاوان نه لري.

د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکي ټيمونه وايي اوس مهال د پوليو ضد څاڅکو ورکولو په وخت دوی ته يوه دا بهانه کولی شي چې د کرونا وبا له امله سکولونه او کاروبارونه تړل کيږي نو بيا چې دا کار کوونکي په کورونوګرځي د دوی نه هم کرونا خورېدی شي.

خو د پوليو ضد پروګرام يا بېړني مرکز د خېبرپښتونخوا مشر عبدالباسط وايي دوی د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکي ټيمونه د کرونا په اړه تربيه کړي او د کرونا څخه د ځان او نورو د ژغورلو په حکومتي تدابيرو پوره عمل کوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه ويلي دا وخت چې د کرونا له امله په ځينو علاقو کې لاک ډاؤن دی دوی به لس ورځې وروسته دلته کمپاين کوي يا به وروسته دا کمپاين وکړی شي.

د صحت د نړيوالې ادارې د پاکستان مشر پليتا مهيپاله په وروستيو کې ويلي ؤ پاکستان د پوليو وایرس د ختمېدو دپاره هڅې روانې کړي او دوی هيله لري چې پاکستان به بل هغه هېواد وګرځي چې دوی يې د پوليو څخه پاک ملک اعلان کړي.

په پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو د لومړي ډول 81 او دوېم ډول 83 پېښې مخې ته راغلي دي.

په پاکستان کې د پوليو زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبو کې رپورټ شوي دي، د سرکاري شمېرو ترمخه په بلوچستان کې 23، په خېبرپښتونخوا او سيند کې 22، 22 او پنجاب کې 14 ماشومان د پوليو ښکار شوي دي.

د پوليو د دوېم ډول زیاتې پېښې په خېبرپښتونخوا کې 42 او سيند کې 22 مخې ته راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG