واشنګټن - په امریکا کې د ساري ناروغیو وتلي کارپوه خبرداری ورکړی چې د کورونا په پېښو کې به نور هم زیاتوالی راشي.
په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو د انسټیټیوټ مشر ډاکټر انټوني فاوچي د امریکا اې بي سي ټي وي ته ویلي، د کورونا په پېښو کې به یو دم کموالی رانشي بلکه د شکرانې د د رخصتیو له امله کېدای شي د کورونا د پېښو په دې زیاتوالي نور زیاتوالی هم ووینو.
په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د غبرګون چارواکې ډاکټرې ډیبورا برکس د امریکا سي بي اس ټي وي ته ویلي، هغو کسانو ته چې په رخصتیو کې مو سفرونه کړي دي، "داسې وګڼئ چې له کورونا سره مخ او پرې اخته شوي یاست او تاسو باید په راتلونکې اونۍ کې د کارونا ټېسټونه وکړئ."
نوموړې همدارنګه له هغو خلکو چې په رخصتیو کې یې سفرونه کړي، غوښتي دي، چې له ۶۵ کلنو نه زړو خلکو څخه چې نورې ناروغۍ هم ولري ځان لېرې وساتي.
د ډاکټرانو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې په امریکا کې د خالي یا شنبې په ورځ یواځې په نومبر میاشت کې د کورونا پېښې تر څلورو میلینو واوښتې.
دا شمېره له اکټوبر څخه دوه چنده زیاته ده ځکه په اکټوبر کې د ریکارډ په توګه د کورونا یواځې ۱.۹ میلیونه پېښې موندل شوې وې.
د یو بل خبر له مخې، د نیویارک ښاروال د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې لومړني ښونځي به د ماشومانو پر مخ پرانېستل کېږي خو ورسره به د کورونا ټېسټونه هم زیاتېږي.
د نیویارک په ښونځیو یا سکولونو کې له ۱.۱ میلیون څخه زیات زده کونکي دي. دغه ښونځي دوه اونۍ مخکې په ښار کې د کورونا د پېښو له زیاتوالي سره تړل شوي وو.
هغه مهال ددغې پرېکړې له امله په ښاري چارواکو باندې خلکو سختې نیوکې وکړې چې بارونه او رسټورانټونه یې پرانېستي دي خو ښونځي تړل کېږي.
اوس په داسې حال کې چې د یکشنبې یا اتوار په ورځ پکې د کورونا د مثبتو پېښو د بیا زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي چارواکو پرېکړه کړې چې د ډیسمبر په اومه نېټه به لومړني ښونځي پرانېستل کېږي او منځني ښونځي او هاي سکولونه به لا هم له لېرې څخه زده کړې کوي.
روغتیا پوهان وايي، ښونځي د کورونا د خپرېدو اصلي ځایونه نه دي.
د جان هاپکنیز پوهنتون د کورونا د څېړنو مرکز وايي، په نړۍ کې د کورونا له ۶۲.۷ میلینه پېښو څخه ۱۳.۳ میلینه یې په امریکا کې دي.
په امریکا کې د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله د کورونا زیاتې پېښې دي. له امریکا وروسته د کورونا زیاتې پېښې په هند او برازیل کې دي چې ۹.۳ او ۶.۳ میلیونو ته رسېږي.
د جان هاپکنز د مالوماتو له مخې، په هندوستان کې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د کورونا ۴۲۰۰۰ پېښې ثبت شوي دي.
په اروپا کې ځینې هېوادونه هیله لري چې په ټوله لویه وچه کې د کرسمس د رخصتیو پر وخت تفریحي ځایونه وتړي تر څو د کورونا وایرس له خپرېدو څخه مخنیوي وشي خو په دې اړه لا تر اوسه کوم ګډ تړون نه دی شوی.
بل پلو د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د ګل یا دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په افریقا کې له ملاریا څخه مړینه ښايي له کورونا څخه زیاته شي، ځکه د کورونا له امله روغتیايي سیستم اغېزمن شوی دی.