لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان کرکټ لوبغاړي نوین الحق او شاهد اپریدي خبره ولې سره واوښته؟


واشنګټن ــــ د سریلنکا پریمېر لیګ کرکټ سیالیو په یوه لوبه کې د پاکستان کرکټ لوبغاړي او افغان لوبغاړي تر منځ د لفظي شخړې په نتیجه کې شاهد اپریدي افغان لوبغاړي ته په اردو ژبه ویلي وو چې جګړه مه کوئ نو هغه پرې بد منلي وو.

د نومبر پر دېرشمه نېټه د لوبې په مهال او تر لوبې وروسته د محمد عامر او افغان لوبغاړي نوین الحق تر منځ لفظي شخړه وشوه، چې د لوبې په پای کې له لوبغاړو سره د روغبړ په مهال شاهد اپریدي نوین الحق ته په اردو ژبه وویل چې لوبه دې کوي جګړه دې نه کوي.

د ځینو افغان رسنیو او د ټولنیزو رسنیو د فعالینو په وینا نوین الحق د شاهد اپریدي د خبرو په نتیجه کې هغه ته ویلي وو چې "پښتون یې، پښتو وایه، په پنجابي مه غږېږه" او په دې خبره دواړو یو بل ته غصه کړې وه.

شاهد اپریدي پر ټویټر لیکلي چې ځوان افغان لوبغاړي ته یې ساده مشوره ورکړې چې لوبه دې کوي او بدې خبرې دې نه کوي:

"زه د افغانستان په لوبډله کې ملګري لرم او موږ ډېرې دوستانه اړیکې لرو. لوبغاړو او مخالفې لوبډلې ته درناوی لرل د لوبې بنیادي اصل دی".

21 کلن افغان بالر نوین الحق هم پر ټویټر د شاهد اپریدي په جواب کې لیکلي چې تل د نورو مشورو اورېدو او د لوبغاړو احترام ته تیار دی ځکه چې وایي کرکټ د درنو خلکو لوبه ده:

"خو کله چې څوک درته ووایي تاسې زموږ تر پښو لاندې یاست او تر پښو لاندې به مو پاته شئ، دا بیا یواځې زما په اړه خبره نه ده بلکې زما د ټول ولس په اړه ده".

دا چې د محمد عامر او نوین الحق تر منځ په لوبه کې شخړه پر څه خبره شوې د دې سبب معلوم نه دی، خو محمد عامر رسنیو ته ویلي، چې دا ډول لفظي شخړې په لوبه کې د لوبغاړو تر منځ تل کېږي خو وایي له لوبې دباندې باید دا شخړې ونه ایستل شي.

په سریلنکا پریمېر لیګ سیالیو کې اووه افغان لوبغاړي لوبېږي، چې تر دې دمه نوین الحق، رحمن الله ګوربز او حضرت الله ځاځی لوبېدلي او پاتې لوبغاړي د خپلې لوبې انتظار کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – د استاذانو نړېواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG