لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځي ویاند:دافغان دولت د لاس رسي اؤ توان په ستونزو پوهیږو


majorgen babar iftekhar
majorgen babar iftekhar

دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال بابر افتخار وایي مونږ دافغان حکومت دتوان اؤ لاس رسي په ستونزو پوهیږو ځکه نو دافغانستان دخاورې نه چې کله هم دپاکستان په ضد څه رقم پېښه شوې ده دهغې پړه مو نیغ په نیغه دافغانستان په حکومت نه ده اچولې.

دګلوبل ویلیج اسپیس مجلې سره مرکه کې دهغه څخه دپاکستان دهغه تورونو په بابله پوښتنه شوې چې ویلي یې وؤ هند افغانستان کې د ورانکارۍ اډې لري اؤ دغه ادې دپاکستان په ضد کاروي.

پوځي ویاند میجر جنرال بابر افتخار دغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي “دافغان مشرتابه سره زمونږ خبرې کیږي راکیږي اؤ مونږ یو بشپړ میکانزم لرو خو مونږ تل دا خبره منو چې افغان دولت دتوان یا لاس رسي ځېنې ستونزې لري همدالامل دی چې مونږ دافغانستان په خاوره دکېدونکو پېښو پړه کله هم نیغ په نیغه په افغان دولت نه اچوي”

پوځي ویاند ویلي” پاکستان اؤ افغانستان مدام یو بل سره معلومات شریکوي اؤ دا دمعمول یوه خبره ده دهند په ضد چې کوم ثبوتونه مونږ لرل هغه مو هم هغوئ(افغانستان)سره شریک کړي دي”

دنومبر په ۱۴مه نېټه دپاکستان پوځي ویاند سره یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا مهال دپاکستان خارجه وزیرشاه محمود قرېشي هندوستان باندې تور لګولی ؤ چې پاکستان کې ترهګري کولو او بې ثباتۍ پېدا کولو لپاره افغانستان کې د یو شمېر نړیوالو غیرقانونه ترهګر ډلو د روزنې مرکزونه لري.

نوموړي د خبري‌ کانفرنس په وخت لیکل شوي او آډیو ثبوتونه وړاندې کړي وؤ ترڅو وښايي هند په پاکستان کې دننه وروستیو ټولو ترهګر بریدونو کې لاس لري.‌‌

په دغه مهال بابر افتخار ویلي وؤ دغه ثبوتونه ښکاره کوي چې افغانستان کې د هند سفارت او د پاکستان د سرحدي‌ پولې سره نزدې هندي قونصلګرۍ د پاکستان خلاف د ترهګرو سره د مرستې کولو مرکزونه جوړ شوي دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت اؤ پخپله هند دپاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړي اؤ دحققیت څخه یې لري بللي وؤ .

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان لخوا لګول شوؤ دغو تورونو ته په غبرګون ویلي وؤ “هیڅ کله به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي”

دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال بابر افتخار پخپله تازه مرکه کې ویلي پاکستان نړۍ ته کوټلي تبوتونه وړاندې کړي چې هند ترهګرۍ کې ککړ دی اؤ ترهګرو ډلو ته مرستې ورکوي اؤ نړیوالې ټولنې هم دپاکستان ثبوتونه په سنجیده توګه اخستي دي.

هغه ویلي دپاکستان دثبوتونو مخې ته له راتلو وروسته اوس نړۍ دهند لخوا حمایه کېدونکې ترهګرۍ خبرې کوي اؤ دهند مخ ټولې دنیا ته بې نقابه شوی دی.

دهند چارواکو د پاکستان دپوځي ویاند په دې تازه څرګندؤنو لا په سمدستي توګه خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم پاکستان په هند دغسې تورونه لګولي نو هندي چارواکو هغه په ستختۍ سره رد کړي اؤ پاکستان یې ترهګرو ډلو سره په مرستو تورن کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG