لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران څومره اټومي ساینس پوهان وژل شوي دي؟


د وژل شوي ایراني اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د جنازې مراسم
د وژل شوي ایراني اټومي ساینس پوه محسن فخري زاده د جنازې مراسم

واشنګټن – د ایران د وژل شویو اټومي ساینس پوهانو په کتار کې تر ټولو ورستی یې محسن فخري زاده وو چې تېره اونۍ د ناڅرګندو کسانو لخوا په نخښه او ووژل شو.

د ۲۰۰۷ کال راهیسې، د ایران د لوړ پوړو اټومي ساینس پوهانو او څېړونکو له ډلې څخه تر اوسه شپږ کسان وژل شوي او یو بل په مرموزه توګه ټپی شوی دی.‌

په نېږدې دې ټولو وژنو کې د ایران حکومت اسرایل او امریکا باندې د وژلو تورونه لګولي دي.

اسرایلو چارواکو نه دغه تورونه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي خو امریکايي چارواکو په دې وژنو کې د کوم رول لوبول رد کړي دي.‌

د هغو لوړ پوړو وژل شویو ایراني ساینس پوهانو په اړه چې د ایران حکومت یې خبر ښکاره کړی په دې توګه دي.

اردېشر حسین پور د ۴۵ کلنۍ په عمر د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه ومړ

حسین پور د اټومي فزیک ساینس پوه او د شېراز پوهنتون او په اصفهان کې مالک اختر د ټکنالوژۍ د پوهنتون استاد وو.

دی د الیکټرو مګنېټېزم د برخې کارپوه وو.‌ دی په اصفهان کې د اټومي ټکنالوژۍ د مرکز له بنسټګرو څخه وو چې د نتنز اټومي مرکز ترې جوړ شو. ده په یاد مرکز کې د هغو پورې خپلې څېړنې کولې تر څو چې د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په ۱۵ نېټه په مرموزه توګه مړ شو.

د ایران دولتي خبري رسنیو د حسین پور په اړه راپور کې وویل چې دی له خپلو همکارانو سره د زهرجنو ګازو له امله په اصفهان کې د خپل کار په ځای کې مړ شوی دی.

خو د سټرټفر په نامه د امریکا یوې شخصي استخباراتي کمپنۍ د ۲۰۰۷ کال په فیبروۍ کې راپور ورکړ ادعا وکړه چې حسین پور د اسرایلو د استخباراتي شبکې موساد لخوا وژل شوی دی.‌

مسعود علي محمدي د ۵۰ کلونو په عمر د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۲ نېټه ووژل شو

محمدي یو اټومي ساینس پوه وو چې په فزیک کې یې په تهران کې له شریف پوهنتون څخه پي اچ ډي یې اخېستې وه.

د هغه تر ۵۰ زیاتې لیکنې او مقالې په علمي جورنالونو کې چاپ شوي او له مخکښو ساینس پوهانو څخه ګڼل کېده.‌

محمدي د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۲ نېټه په تهران کې د خپل کور مخې ته مړ شو په داسې حال کې چې یو ولاړ بم لرونکې موټر سایکل یې مخې ته وچادېده.‌

د ایران حکومت په لومړیو کې اسرایل او امریکا د هغه په وژنه کې تورن کړل. وروسته بیا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمان پرست وویل چې هغه د اسرایلو د یهودي رژیم، امریکا او په ایران کې د هغوی د متحدینو لخوا په ګډه ووژل شوو.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه په وژنه کې د امریکا ککړتیا رد کړه خو اسرایلو پرې خاموشه پاتې شول.

مجید شهریاري په ۴۵ کلنۍ کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر په ۲۹ نېټه ووژل شو

شهریاري د فزیک په برخه کې د یاران له لوړ پوړو چارواکو څخه وو چې یو اټومي انجینیر وو. دی د امر کبیر په نامه د ایران له یو وتلي پولي تخنیک څخه فارغ وو او په تهران کې د شهید بهشتي په پوهنتون کې استاد وو.

شهریاري د راپورونو له مخې د ایران د اټومي انرژۍ په اداره کې د یورانیمو د غني کولو د څانګې د ټکنالوژۍ په وده ورکولو کې یو مهم کس یادېده.

دی د ۲۰۱۰ کال د نومبر په ۲۹ نېټه هغه مهال ووژل شو کله چې یې په موټر باندې د موټرسایکل سپرو له خوا مقناطیسي بم و چول شو.

ځینې ایراني چارواکي د هغه په وژنه کې اسرایل تورنوي. وروسته بیا د کورنیو چارو وزیر مصطفی محمد نجار ادعا وکړه چې د هغه وژنه د امریکا د استخباراتي‌ ادارې سي آی اې او د اسرایلو د موساد په ګډې همکارۍ کې وژل شوی دی.‌

اسرایلو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې او بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ددغو تورونو په اړه په تفصیل ځواب ور نه کړ.

فریدون عباسي دیواني د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۹ په ۶۲ کلنۍ کۍ ټپي شو

عباسي اوس د ایران د پارلمان یا مجلس غړی دی. دی یو وتلی فزیک پوه دی چې په لېزر ټکنالوژۍ کې مهارت لري او د ایران د اټومي وسلو له پروګرام سره تړلی کس ګڼل کېږي.‌

نوموړي له شهید بهشتي له پوهنتون څخه په اټومي فزیک کې پي اچ ډي کړې او بیا یې په همدې پوهنتون کې د کلونو لپاره استاذي کړې ده.‌

ده همدارنګه د تهران په امام حسین پوهنتون کې د فزیک د ډیپارټمنت مشر دی چې د ایران د انقلابي ګارد له پوځي ښونځي سره تړلی دی.‌

د راپورونو له مخې دی د ۱۹۷۹ کال راهیسې د ایران د انقلابي ګارد غړیتوب لري چې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د ایران د اټومي‌انرژۍ د ادارې مشر پاتې شوی.‌

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۰۰۷ کال‌ په مارچ کې یوه مسوده پاس کړه چې له مخې یې عباسي په تور لست کې واچول شو له دې امله چې دی هغه کس وبلل شو چې د ایران د اټومي او بالسټیک توغندیو په فعالیتونو کې ښکېل وبلل شو.

د ۲۰۲۰ د نومبر په ۲۹ نېټه یو موټر سایکل سپور کس د هغه له موټر سره مقناطیسي بم ولګوو په داسې حال کې چې هغه د خپل کار پر لور روان وو. دی سخت ټپي شو او په سختۍ بچ پاتې شو ځکه د بم له چاودېدو مخکې یې ځان د موټر له کړکۍ څخه د باندې وغورځاوه.

ایراني چارواکو او وروسته بیا لوړ پوړي اټومي مذاکره کونکي سید جلیلي اسرایل او د لویدیځ هېوادونه په ناکامې هڅې باندې تورن کړل.

داریوش رضايي نیژاد د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۳ نیټه ووژل شو

رضايي نژاد د ایران په خواجه ناصر پوهنتون کې د برقي انجینیر لپاره د پي اچ ډي کاندید وو او د لوړ ولټاژ ساکټونو ماهر وو چې د اټومي کوپړیو لپاره کارول کېږي.‌

نوموړي د راپورونو له مخې، د مالک اشتر د څېړنو په ملي اداره کې کار کاوه او دایران د دفاع له وزارت او انقلابي ګارد سره یې اړیکې درلودې.‌

د ۲۰۱۱ کال د جولای په ۲۳ نېټه په تهران کې په ده باندې د هغه کور ته نېږدې د موټر سایکل سپرو لخوا پنځه ډزې وشوې او ووژل شو. دی تللی وو چې له وړکتون څخه خپله لور راواخلي.

د هغه مېرمنه او لور دواړه په دې برید کې ژوبل شوي وو.‌

د ایران ګڼو لوړ پوړو چارواکو د پارلمان د مشر علي لارجاني په ګډون د هغه په وژنه کې امریکا او اسرایل تورن کړل.‌

د جرمني دېر شپېګل د ۲۰۱۱ کال په اګسټ کې وویل چې ددې برید تر شا د موساد لاس وو.‌

اسرایلي چارواکو ددغو تورونو ته ځواب ور نه کړ او بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولېنډ پکې د امریکا لاس لرل رد کړل.‌

مصطفی احمدي روشن د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۱۱ د ۳۲ کلونو په عمر ووژل شو

احمدي روشن په تهران کې د شریف پوهنتون د ټکنالوژۍ له څانګې څخه په د پولېمر په انجینیرۍ کې فارغ شوی وو. د ایراني چارواکو لخوا په خپرو شویو اسنادو کې راغلي دي، چې دی د نطنز په اټومي مرکز کې یو مهم کس وو او د اړتیا وړ توکي به یې ورته رانیول او په ګڼو پروژو یې کار کاوه.

دی هم د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ په ۱۱ نېټه د یو ډله موټر سایکل سپرو لخوا دده په موټر باندې د یو بم د ځای پر ځای کولو په ترڅ کې ووژل شو.

په دغه چاودنه کې د هغه موټر چلونکی رضا قاشقايي هم ژوبل شو چې بیا وروسته له ټپونو څخه ومړ.‌

د ۲۰۱۲ کال د جون په ۱۷ نېټه د ایران استخباراتي مشر حیدر مصلحي له پېښې سره په تړاو د شلو کسانو د نیولو خبر ورکړل.

هغه ددغه برید پړه په سي آی اې، موساد او د برتانیې په استخباراتي شبکې ام آی سېکس باندې اچولې وه.

برتانوي او امریکايي چارواکو په دغې وژنه کې د خپلو هېوادونو لاس درلودل رد کړل او اسرایلو چارواکو دغو تورونو ته غبرګون و نه ښوده.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG