لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې دڅلېریشتو ساعتو دننه په کرونا وایرس 58کسان مړه شوي


دولتي شمیرې ښایي دپاکستان بیلابیلو سیمو کې د تیر یوشواروز په مهال د کرونا وایرس 3,308 نوې پېښې مخې ته راغلي دي اؤ 58کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

دکرونا وایرس دنوؤ پېښو مخې ته راتلو سره پاکستان کې په کرونا دایرس داخته ناروغانو شمیره 53,126 ته رسېدلې ده اؤ8,361 کسان تراوسه په دې وایرس مړه شوي دي

په کرونا وایرس دڅار لرونکي دولتي مرکز د شمیرو له مخې پاکستان کې تر اوسه ټول ټال 416,499 کسان په دې وایرس اخته شوي خو له دې جملې څخه 355,012 بېرته هم جوړ شوي دي.

دیاد مرکز شمیرې وایي تراوسه خېبر پښتونخوا صوبه کې په کرونا وایرس 49,220 کسان اخته شوي خو په هغوئ‌ کې 44,167 کسان بېرته رغېدلي اؤ دامهال 3,649 کسان ناروغه پراته دي

خیبر پښتونخوا کې 1,404 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

همدا شان بلوچستان کې 17,440 کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی خو 16,663 ترې بېرته روغ شوي اؤ 169 پرې مړه شوي دي.

پنجاب کې په کرونا وایرس داغیزمن شوؤ کسانو شمیره 122,955 ده چې 99,310 ترې رغېدلي اؤ 3,162 ترې مړه شوي هم دي.

په سندهـ ایالت کې تر اوسه ټول ټال 182,473 په دې وایرس اخته شوي،158,567 ترې رغېدلي اؤ 3,011 ددې وایرس دلاسه مړه شوي هم دي.

پلازمینه اسلام اباد کې هم 32,414 کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوي چې 26,208 ترې ښه شوي اؤ 340 کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا وایرس ځپلو شمیره یو ځل بیا په داسې حال کې په لوړیدو ده چې زیاتره عام خلک په دغه هیوادونو کې تراوسه په کرونا وایرس باور نه کوي اؤ ددې وایرس نه د ځان ژغورلو دپاره د روغتیا پالانو سپارښتنې له نظره غورځوي.

په پاکستان کې که یو خوا دامهال په سیاسي جلسو اؤ جلوسونو کې په زرګونو خلک پرته له کوم احتیاط څخه برخه اخلي نو بلخوا بازارونو کې لیدل کیږي چې یوازې دوه فیصدو خلکو ماسکونه اچولي وي،دجراثیمو ضد سینیټائزر زیاتره خلک نه کاروي اؤ نه هم د سماجي واټن خیال ساتي چې روغتیا پالان دا یو خطرناک صورتحال ګرځوي.

ډاکټران وایي که چرې دکرونا وایرس په دوهمه څپه کې خلکو داحتیاط څخه کار وانه خستو نو دناروغانو شمیره به دومره سیوا شي چې په روغتونونو کې به نه ځائیږي.

ډاکټران دا هم وایي چې کرونا وایرس د ژمي په موسم کې زیات خوریږي ځکه چې په دې موسم کې د سینې ناروغۍ سیوا کیږي اؤ کرونا وایرس د سینې ،شوګر اؤ بلډ پریشر د ناروغانو دپاره خطرناک ثابتیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG