لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپي ډي ایم مهمه غونډه کې پارلیمان څخه په استعفاګانو غور کیږي


پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوندونو دائتلاف پي‌ ډي ایم په یوه مهمه غونډه کې نن د پارلیمان څخه داستعفاګانو ورکولو ورکولو په اړوند غور کیږي خو حکومت وایي چې د پي ډي ایم مشران جذباتي شوي اؤ د دوئ په استعفاګانو به جمهوریت ته ګټه ونه رسیږي.

پاکستاني رسنۍ وایي اسلام اباد کې کېدونکې د پي ډي ایم ننۍ غونډه کې به دنورو ترڅنګ دمسلم لیګ نواز ګوند مشر اؤ پخوانی وزیراعظم نوازشریف اؤ دهیواد پخوانی صدر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري هم د ویډيو لنګ دلارې ګډون کوي.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي دپي ډي ایم ننۍ غونډه بې کچه مهمه ده ځکه چې دحکومت غورځولو دپاره به دې غونډه کې په ډیرو اړخونو خبرې اترې اؤ غور کیږي.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

اسلام اباد کې دپي ډي ایم ننۍ مهمه غونډه په داسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې ده دګجرانواله،کراچۍ،کوټې،پېښور اؤ ملتان نه وروسته پي ډي ایم په لاهور کې دحکومت په ضد په ۱۳م نومبر یوه احتجاجي جلسه کوي اؤ ددې ائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان اوړمه ورځ ویلي وؤ دا جلسه به دحکومت د ړنګیدو سوب وګرځي.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې هم تیره ورځ ویلي وؤ “اوس د حکومت ړنګولو ذمه واري دلاهور په اوږو پریوتې ده اؤ لاهور کله هم بې ننګي نه ده کړې”

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پخپل یو بیان کې ویلي چې په جلسو اؤ پرلتونو حکومتونه نه ړنګیږي.

اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې موجوده حکومت د ټګۍ دلارې جوړشوی اؤ ټولټاکنو کې د اولس رایې غلا کړل شوي دي.

خو دبهرنیو چارو وزیر وایي چې دکال ۱۹۷۰ څخه څومره ټولټاکنې هم شوي دي نو په هغې کې بائیلات کوونکو خپله ماتې نه ده منلې.

هغه زیاته کړې چې د پي ډي ایم مشران که دپارلیمان نه استعفاګانې ورکړي نو دا به دجمهوریت سره هیڅ ښېکړه نه وي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم دمخه ویلي چې که داپوزیشن ګوندونو غړي دپارلیمان څخه استعفاګانې ورکړي نو هغه چمتو دی چې په دغو چوکیو بیا دسره ټولټاکنې وکړي.

په مطبوعاتو داسې راپورونه هم مخې ته راځي چې دپي ډي ایم ځېنې ګوندونه پارلیمان څخه داستعفاګانو ورکولو پلوي نه دي اؤ غواړي چې یوازې دجلسو جلوسونو دلارې حکومت دفشار لاندې راولي.

خو وزیراعظم عمران خان په کراتو،کراتو ویلي دي چې هغه به دجلسو له امله په فشار کې رانه شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG