لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي که مخالفه ډلو استعفاګانې ورکړې په خالي چوکو به ضمني انتخابات وکړي


د پاکستان وزيراعظم عمران خان د حکومت مخالفه ګوندونو د اتحاد [پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، پي ډي اېم] د استعفاګانو ورکولو د خبرې په ځواب کې ویلي، که مخالفه ډلې استعفاګانې ورکوي، حکومت به په خالي چوکو ضمني انتخابات وکړي.

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان پرون په اتم دسمبر د مخالفه ګوندونو د مشرانو سره د ګډې غونډې وروسته وويل چې د حکومت مخالفو ګوندونو منتخب غړي به تر31م دسمبر د خپلو چوکو استعفاګانې د خپلو ګوندونو مشرانو ته سپاري.

د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه عمران خان پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ د جرنلېسټانو سره ليدلي د کوم هېواد نوم يې نه دی ويلي خو ويلي يې دي ښايي چې د مخالفه ډلو په شا ځينې هېوادونه وي او دغه هېوادونه پاکستان باثباته ليدل نه غواړي د پاکستان حال د عراق او شام په رنګ غواړي.

مولانا فضل الرحمان ویلي د حکومت سره خبرې نه کول غواړي او اوس ترې حکومت اېن ار او غواړي. هغه ويلي د پي ډي اېم غورځنګ د حکومت کرسۍ ړقولې او اوس يوه ديکه غواړي.

بل لور ته عمران خان ويلي د مخالفه ګوندونو سره ټولو خبرو ته تیار دی علاوه د اېن ار او نه.

عمران خان ویلي پوځ يې د حکومت ملاتړ کړی د پوځ سره يې هيڅ مسله نشته، هغه ويلي غوښتل يې چې د افغانستان مسله د خبرو د لارې هواره شي پوځ يې په دغه خبره کې هم ملاتړ کړی دی.

هغه ويلي پي ډي اېم له په لاهور کې د جلسې اجازه نه ورکوي خو د جلسې په وړاندې به يې خنډان هم نه جوړوي.

بل لور ته مولانا ويلي که د لاهور د 13م دسمبر د جلسې په وړاندې خنډان جوړ کړی شو د ملتان د جلسې په څېر حالات به جوړ شي. پي ډي اېم په 30 نومبر په ملتان کې جلسه کړې خو د جلسې مېدان ته ورته بند کړی شوی او جلسه بيا د مېدان نه بهر په چوک شوې وه.

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د پي ډي اېم مشران تور لګوي د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی او د دې حکومت لرې کولو اعلان يې کړی، وايي د عمران خان د حکومت لرې کولو پورې به مبارزه جاري ساتي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې، سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

او د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ويلي ؤ د ائين ترمخه د منتخب حکومت ملاتړ به کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG