لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د پاکستان، سعودي عرب او چين سره څو نور هېوادونه د مذهبي ازادۍ په لړ کې د اندېښنې وړ ګرځولي


امریکې د پاکستان، سعودي عرب او چين سره څو نور هېوادونه د مذهبي ازادۍ په لړ کې د اندېښنې وړ ګرځولي چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونه کيږي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمبيو ويلي، امریکې د پاکستان پشمول سعودي عرب، چين، ايران، برما، ايریټريا، نايجيريا، شمالي کوريا، تاجکستان او ترکمانستان د مذهبي آزادۍ په اړه د نړيوال قانون 1998 لاندې د اندېښنې وړ هېوادونه ګرځولي چې په دغو هېوادونو کې په منظمه توګه د مذهبي ازاديو سرغړونې کيږي.

مايک پمپيو په بل ټویټ کې ویلي،

چې امریکا د مذهبي ازادۍ په اړه په خپله ژمنه کلکه ولاړه ده، او هيڅ يو هېواد يا ادارې ته به اجازه ور نه کړي چې د عقيدې په بنياد د خلکو په ځورولو امریکا غلې پاتې شي.

هغه زياته کړې د امریکې دغه کلنی دريځ څرګندوي چې چرته هم په مذهبي ازادۍ برید کيږي دوی به يې پرضد ګام پورته کوي.

امریکې دغه اندېښنه په داسې حال کې څرګنده کړې چې روان کال د ستمبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو سازمان په ملک کې د مذهب د سپکاوي په زیاتېدونکو پېښو اندېښنه ښودلې وه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل رپورټ کې ویلي ؤ، په دغه هیواد کې د مذهب د سپکاوي کېسونه/ قضیې سېوا شوي دي.

د ادارې د رپورټ ترمخه په یادو کېسونو کې د فرقه ايزو ډلو، مذهبي لږکيو او په ځانګړي توګه د شیعه مسلک غړو پرضد قضیې درج شوي چې په هیواد کې فرقه ایزې شخړې سېوا کولی شي.

د امریکې د مذهبي ازاديو نړيوال کمېشن په خپل کلني رپورټ کې ویلي په کال 2019م کې هم په پاکستان کې د مذهبي ازاديو حال منفي وو.

د کمېشن په رپورټ کې ویل شوي په منظمه توګه په زوره د سپکاوي تورونه پورې کول، د احمديانو پرضد قانون، او د هندوانو، عيسايانو او سيکهانو په زوره د مذهب د بدلولو په پېښو کې حکومتي واکمن پاتې راغلي چې د دې مخه يې نيولی وی. او دغه رنګ د مذهب او عقيدي په ازادۍ هم سخت بندېزونه وو.

په رپورټ کې ويل شوي په پاکستان کې مهم يا ډېر ياد کسان د مذهب په سپکاوي په تورونو سزاوار شوي چې قصور وار نه وو.

په رپورټ کې دا هم زياته کړی شوې د امریکا د مذهبي ازاديو نړيوال کمېشن خبر دی چې په پاکستان کې نزدې 80 تنه د مذهب د سپکاوي په تورونو بنديوان دي او په دوی کې نيمو ته د عمر بند يا د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

د کمېشن په رپورټ کې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور بنديوان او سزاوار شوي جنېد حفیظ يادګېرنه شوې ده.

ويل شوي چې جنېدحفيظ د مذهب د سپکاوي په تورد پينځه ؤ کالو نه يواځې په بند کې ساتل شوی او په کال 2019م کې ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

جنېد حفيظ چې د پنجاب صوبې په بهاالدين ذکريا پوهنتون کې استاز ؤ، د کال 2019م په 21م دسمبر ورته د ملتان په مرکزي زندان کې د مذهب د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

په جنېد حفيظ تور ؤ چې په ټولنيزو رسنيو يې د مذهب د سپکاوي يو پوسټ شريک کړی او بيا په کال 2013م کې هغه په لاهور کې نيول شوی ؤ.

د پاکستان حکومت په سمدستي توګه ياد رپورټ ته غبرګون نه دی ویلی، خو پاکستان له دې وړاندې په رياستي کچه دغه ډول تورونه رد کړي او وايي په ملک کې د بېلابيلو مذهبونو او عقيدو منونکو ته مذهبي ازادي حاصله ده او ائیني تحفظ ورته ترلاسه دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG