لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له عمران خان وروسته شېرین مزاري هم پر پي ډي ایم د بهرنیو هېوادونو د مرستې تور پورې کړ


واشنګټن ــــ د پاکستان د وزیراعظم عمران خان له بیان وروسته چې وایي‌ کېدای شي بهرني هېوادونه د مخالفو ګوندونو د اتحاد پاکستان ډیموکرېټک موومنټ ملاتړ کوي، د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري هم دعوه کړې چې له پي ډي ایم ته سره له بهر هېوادونو نه د مالي مرستې ثبوتونه لري.

د پي ډي ایم مشرانو تر اوسه د عمران خان او شېرین مزاري دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

د شورو- چارشنبې په ورځ له یو شخصي ټیلیویژن ډان سره په مرکه کې د بشري حقونو وزیرې شېرین مزاري ویلي، د کورنیو چارو وزارت ددې پلټنه کوي چې دا رقم د کوم یو هېواد له خوا او د چا په ذریعه په پاکستان ډیموکرېټک موومنټ کې د ځینو شاملو ګوندونو کسانو ته لېږل شوې دي.

شېرین مزاري په دې مرکه کې منلي دي چې سمدستي ورسره واضح څه ثبوت نه شته او دا لا ابتدایي معلومات دي خو له نوم اخیستو پرته یې دا هم ویلي دي چې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستان مخالفې ډلې موجود دي.

وړمه ورځ وزیراعظم عمران خان هم له خبریالانو سره په ملاقات کې دا خبره کړې وه چې د پاکستان جمهوري غورځنګ له اعتماده ښکاري چې کېدای شي ځینې هېوادونه د پي ډي اېم تر شا ولاړ وي.

وزیراعظم د یو هېواد نوم نه دی اخیستی چې څوک د پي ډي اېم ملاتړ کوي خو دا یې ویلي دي چې دوی ته معلومه ده ځینې هېوادونه د پاکستان پرضد دي.

د وزیراعظم او ددې حکومت له خوا په پاکستان جمهوري غورځنګ د بهر هېوادونو له خوا د مرستو د تور په اړه خبریال علي اکبر وایي چې حکومت او وزیراعظم ته بغیر د څه ثبوت په داسې سیاسي ګوندونو، چې په تېرو وختونو کې په حکومتونو کې پاتې شوي دي دغه شان تور یا الزام نه دی لګول پکار.

علي اکبر وایي عمران خان داسې فکر کوي چې ګنې دی د ټولو مسلمانانو واحد لیډر دی ځکه دده په ضد نړیوال طاقتونه سازشونه کوي او ددې مقصد دپاره د دوی په ضد د پاکستان سیاسي ګوندونه استعمالوي خو وایي‌ د عمران خان دغه فکر غلط دی.

له دې وړاندې هم د پي ډي ایم په جلسو کې د مخالفو ګوندونو له خوا په ملکي سیاست کې د پوځ په کردار د تنقید په ځواب کې وزیراعظم او یو شمېر مرکزي وزیرانو ویلي وو چې دا مخالف ګوندونه د هند بیانیې ته وده ورکوي.

بلې خوا ته د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ واضحه کړې ده چې د هغوی له خوا به احتجاج تر هغه وخت پورې روان وي تر کومې د پاکستان تحریک انصاف حکومت- چې دوی ورته سېلېکټیډ حکومت وایي- ختم شوی نه وي.

وړاندې د پي ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان ویلي وو، په اتحاد کې شامل د سیاسي ګوندونو پارلیماني غړي دې تر 31م دسمبر پورې د قامي او صوبایي اسمبلیو نه خپلې استعفې د خپل ګوند مشرانو سره جمع کړي.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو وایي استفو ته تیار دی خو ددې حتمي فیصله به د پاکستان پیبلز ګوند د مرکزي کمېټۍ له غوڼدې نه پس کیږي. په پاکستان جمهوری غورځنګ کې یواځې پاکستان پیپلز ګوند په یوه صوبه یعنې سیند کې حکومت لري.

بلې خوا ته وزیراعظم عمران خان ویلي دي که چېرې مخالفو ګوندونو د پارلیمان نه استفې ورکړې نو سمدستي به د پارلیمان په خالي‌ څوکیو ضمني انتخابات کوي او له یو نوي طاقت سره به راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG