لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې لومړنۍ پښتنه پولیس افسره پري ګل ترین


پري ګل ترين
پري ګل ترين

د بلوچستان د پوليسو لومړنۍ پوليس افسره پري ګل ترين وايي په پښتنه ټولنه کې ښځو ته بې اولاد راوړلو بل رول نه ورکول کیږي هغه وايي د مېرمنو د حقونو لپاره به هڅه کوي چې په دغه لړ کې اصلاحات وکړي.

د پښين ښار اوسېدونکې پښتنه پري ګل ترين د بلوچستان يوازنۍ لوړپوړې افسره ده چې د پوليسو په محکمه کې يې لوړه څوکۍ تر لاسه کړې ده.

د پري ګل په خبره په پښتنه ټولنه کښې د مېرمنو لوړو زده کړو، کار او نوکرۍ ته په ډېره ښه سترګه نه کتل کېږي.

هغه وايي په پښتنه ټولنه کې د بچيانو له راوړلو پرته مېرمنو ته بل رول نه دی ورکول شوی، خو دا وايي که مېرمنې ښې زده کړې وکړي هغه به وکړی شي چې په ټولنه کې لوړ مقام ترلاسه کړي او د يوې فعاله غړې کردار هم ادا کړي.

پښتنه پوليس افسره وايي له پخوا يې دا احساس کړی و ترڅو يو څوک په خپلو پښو ونه درېږي تر هغې په ټولنه کې خپل رول نه شي لوبولی او هم د دغه فکر په بنياد يې لوړې زده کړې وکړې او خپل ځان يې دې مقام ته رسولی دی.

د پري ګل په خبره بايد مېرمنې د خپلو کورنيو له غړو څخه د نورو غوښتنو ترڅنګ د لوړو زده کړو د حق غوښتنه هم وکړي.

پري ګل د پوليس محکمه ولې غوره کړه؟

پري ګل تېره میاشت د کوټې کېنټ "ای ايس پي" اسسټنټ سپرنټنډنټ آف پوليس په دنده وګمارل شوه .

هغه وايي په 2017م کې يې د ملک تر ټولو لوی د مقابلې امتحان "سي اېس اېس" (سنټرل سوپرير سرويسز) پاس کړی او له هغې وروسته پي ايس پي افسره لګېدلې ده.

اغلې وايي د پوليس محکمه يې ځکه غوره کړې چې پوليس په اولس پوري تړلی يو ځواک دی او د امنيت په ټينګښت کې يې مهم رول دی.

پري ګل وايي د بلوچستان په پوليس ځواک کې د مېرمنو برخه د نېشت برابره ده، ځکه يې په پوليسو کې د شاميلېدو فيصله وکړه.

هغې زیاته کړه،اراده لري چې د پوليسو په محکمه کې اصلاحات وکړي او په بلوچستان ايالت کې به مېرمنې وهڅوي چې مخ ته راشي او له نارينه ؤ سره وږه په وږه کار وکړي.

پري ګل زده کړې چرته او څنګه کړي؟

د پري ګل د خاوند محمد امين ترين وي او ای ډيوه ته وويل "پري ګل تر درېم ټولګي پورې په کوټه ښار کې په سرکاري ښونځي کې زدکړې کړې او له هغه وروسته يې تر لسم ټولګي پورې پرايويټ ښونځی ويلی، له لسم ټولګي وروسته د کورنۍ غړو پري ګل نورو زدکړو کولو ته پرې نښوده خو هغې د مور په مرسته نورې زدکړې د کورنۍ له غړو په پټه تر لاسه کړي دي".

د امين ترين په خبره وروسته هغې د اسلام آباد له نمل پوهنتون څخه په انګرېزۍ ژبه کې د ادبياتو ‌‌ډګرۍ ترلاسه کړې.

هغه وايي، وياړي چې د ژوند ملګرې يې په بلوچستان کې د پوليسو لومړنۍ سي ايس پي افسره ټاکل شوې د هغه په خبره پري ګل په خپل خاندان کې لومړۍ نجلۍ/جينۍ ده چې د ټولو ستونزو تر څنګ يې لوړې زده کړې دي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG