لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين د سعودي عرب د قرضې واپس کولو دپاره پاکستان ته یونيم ارب ډالره نور قرض ورکوي


چين يو ځل بيا پاکستان ته قرض ورکوي چې پاکستان يې سعودي عرب ته د قرضې په واپس کولو کې ورکړي، چين دې ځل له پاکستان ته يونيم اربه ډالره [یو اعشاريه پينځه اربه ډالره] ورکوي، له دې وړاندې هم روان کال چين پاکستان ته يو ارب ډالره ورکړي او پاکستان سعودي عرب ته ورکړي وو.

د پاکستان د انګرېزې ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون د پاکستان د خزانې د وزارت او مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] د سرچينو له قوله ويلي، چې پاکستان راتلونکې اوونۍ سعودي عرب ته يو ارب ډالره واپس کوي، او پاتې يو ارب ډالره د راتلونکې کال [2021] په جنورۍ کې واپس کول ټاکل شوي دي.

سعودي عرب په کال 2018م کې پاکستان ته مجموعي د شپږ اعشاريه دوه اربه ډالرو ورکولو ويلي ؤ چې سعودي عرب په درې فيصده سود درې اربه ډالره نقد ورکوي او د پاتې درې اعشاريه دوه اربه ډالرو به ورته قرض تېل ورکوي.

د پاکستان او سعودي عرب دغه لوظنامه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د سفر وروسته شوې وه.

د پاکستان سره سعودي عرب دغه لوظنامه په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان اقتصاد د سخت فشار لاندې وو.

د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلېسټ وکيل الرحمان وايي سعودي عرب او چين دواړه هر وخت تيار پاتې شوي چې د اقتصاد په لړ کې پاکستان کله هم د فشار لاندې راغلی دوی ورسره لاس کړی دی، خو د پاکستان سره په تعلقاتو او ورکړه راکړه کې د سعودي عرب او چين د پاکستان سره د اړیکو نوعيت بدل دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، لکه د سعودي عرب سره د پاکستان سره اړیکې د نورو په پرتله د ورورلۍ يا مذهب په بنياد ډېرې نزدې دي او په تېر وخت کې داسې هم شوي چې سعودي عرب ، پاکستان ته ويړيا تېل هم ورکړي دي، او چين هم پاکستان تنګسيا ته نه پرېږدي خو چين د خپلو مالياتي اصولو په اساس پاکستان ته قرضونه ورکوي.

"دا قرض يو شان خو نه دی ځکه چين په خپل معيار قرض ورکوي او دا د بېنک قرض دی او که بيا هم وکتل شي چې د دې په سود کې ډېر فرق نشته خو د دې په شا بيا ښکاري چې د سعودي عرب او پاکستان اړيکې د پخوا په څېر نه دي پاتې او بل ځينې داسې هم ويل کيږي چې د سعودي عرب خپل اقتصادي حالت هم ډېر ښه نه دی".

د روان کال اګست په میاشت کې پاکستان د سعودي عرب نه غوښتي ؤ چې د کشمیر په مسله د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه راوبلي خو سعودي عرب د پاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

وروسته بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي ؤ، که سعودي عرب ملاتړ کوي او که نه، خو وخت راغلی چې پاکستان د کشمير په مسئله مخکې تګ وکړي او زياته کړې يې وه که او ای سي غونډه نه راغواړي پاکستان به ګوري چې د ياد تنظيم غړی پاتې شي او که نه.

له دغې وروسته سعودي عرب د پاکستان نه خپل يو ارب ډالره قرض بيرته اخستی ؤ.

که څه هم پاکستان بيا بيا دغه خبره تکرار کړې چې د سعودي عرب سره یې اړیکې سمې دي، خو څيړونکي وايي د سعودي عرب د قرضې بيرته ورکولو دپاره چې پاکستان د چین نه پېسې اخلي دا د دې خبرې غمازي کوي چې دغه اړيکې د مخکې په څېر نه دي پاتې.

د عبدالولي خان پوهنتون د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور هم وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان او سعودي عرب اړیکې اوس هغه رنګ نه دي، او که په سيمه کې روانو بدلېدونکو حالاتو ته وکتل شي لکه د سعودي عرب او ايران حالات، او بيا د سعودي عرب، متحده عرب امارات او اسرايل اړيکو ته که وکتی شي، نو د دې نه معاملات بدل ښکاري.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل هاغه خبرې اوس زړې شوې لکه سعودي عرب چې به پاکستان ته ويړيا تېل ورکول، اوس چې سعودي عرب په ښکاره د پاکستان نه خپل قرض بيرته غواړي نو دا د دواړو هېوادونو د اړیکو دپاره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چې د دې دواړو هېوادونو اړیکې د نړيوالو اړيکو څخه بدلې وې.

څيړونکي وايي پاکستان کولی شو چې سعودي عرب ته یې د قرضې واپس کولو د نېټې په وروستو والي خبره کړی وی خو داسې يې ونه کړه او دغه خبره د اړیکو د نوعيت څرګندونه کوي.

د چين څخه د تازه قرضې اخستو په اړه د ټريبيون د خبر ترمخه د پاکستان د مرکزي بېنک او چين د بېنک ترمنځ د تړون په حقله د پاکستان د خزانې وزارت او مرکزي سټېټ بېنک کوم رسمي ځواب نه دی کړی، خو د خزانې وزارت بيا ويلي، دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د راز معامله ده.

د چين او پاکستان د بېنکونو په کچه په کال 2011م کې تړون شوی ؤ چې چين به پاکستان ته د لنډې مودې قرضې ورکوي او دا معاهده په 2014م کې د درېو کالو دپاره غځول شوې او په 2018م کې بيا د درېو کالو دپاره نوره غځول شوې او د قرضونو رقم د يو نيم ارب ډالرو نه درې اربه ډالرو ته رسول شوی ؤ، د دې تړون نور درې کاله د 2021 په مې کې پوره کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG