لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې بيا ماين چاؤدنه شوې 17 کلن ځوان يې هدف ګرځېدلی


د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې ماين چاؤدنه شوې او 17 کلن تنکی ځوان پکې ژوبل شوی دی، نزدې لس ورځې وړاندې په سرا روغه کې په يوې ماين چاؤدنې کې 13 کلن هلک په هدف شوی ؤ.

د جنوبي وزيرستان واڼه روغتون چارواکي د تازه ماين چاؤدنې پېښه تاييدوي چې 17 کلن ځوان پکې ژوبل شوی د هلک د روغتيايي حالت په اړه د روغتون چارواکو ويلي د هلک د زخمونو نوعیت انتهائی شدید وه او د لومړنيو طبی درملنې وروسته یې ډیره اسماعیل کې پوځی روغتون ته انتقال کړی دی.

دا ځوان هلک چې حذېفه نومیږی د هغه تره محمد خان وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وويل دا پېښه نن سحر شوې ده. چې وراره یې په کور دننه د بال په څیر یو شي سره لوبې کولې چې په لاس کې ور وه چاودېدلو.

هغه وویل په چاؤدنه کې يې سر، خېټه/ګېډه او لاسونه یې ژوبل شوي او اوس یې د ډیره اسماعیل خان په پوځی روغتون کې عملیات روان دي.

د وزیرستانن سره تړاؤ لرونکي خلک وايي په علاقه کې ډېر ماينونه خواره دي په دغه علاقه کې ډېرې داسې پېښې شوي او وايي د هغې ثبوت دغه دی چې په علاقه کې به درته د ماينونو ښکار ماشومان او ښځې هر ځای په نظر راځي.ماشومان او ښځې ډېر ځکه د دغه ډول پېښو ښکار کيږي چې ماشومان څاروي څروي او ښځې بيا پټو ته په کارونو پسې ووځي.

دوی د مائن پاکولو غوښتنه کوي ځکه چې په علاقه کې هم دغه پېښې پرله پسې رامنځته کیږي.

پي ټي اېم هم په لومړو غوښتنو کې د ماینونو پاکولو غوښتنه شامله وه او اوس هم د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي

د سیمې یو ازاد خبریال سعود محسود وايي په وزیرستان کې په حکومتی کچه د ماین چاودنو 160م پېښې تايید شوي دي چې نزدې د 250 پورې ښځې او ماشومان په دغو پېښو کې معذور ه شوي دي. خو ورسره سعود زياتوي په ازاده کچه دا شمېره د حکومتی شمیرو نه په دوه چنده سېوا ده.

هغه وویل د کور ساتلي او ځنګلي ځناور په زرګونو شمیره د دې ماین چاودونو ښکار شوي دي.

د خبريال په خبره بیا د داسې چاودنو وروسته د سیمې په روغتونو کې د علاج اسانتياوې نشته او دوی د علاج لپاره د ملک نورو سیمو ته وړل کیږي.

سعود زياته کړه یو هغه سیمې چې حکومت د ماینو خطراتو له عمله بندې کړي دي خو دا چاودنې زیاتره په هغه سیمو کې کیږی کومې چې حکومت تر پوځی عملیاتو وروسته پاکې ګرځولي دي او د عملیاتو له عمله بې کوره شوی خلک يې ورته بیرته ستانه کړي دي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل په حکومتی کچه د ماين پاکۍ کوم عمل نشته او نه د انسان دوسته تنظیمونو لخوا اړونده خلکو ته کومه پوهنه ورکړل کیږی چې خلک ځان ترې بچ کړي ځکه هره اوونې له سیمې نه د مائن چاودنو رپورټونه ترلاسه کیږی.

خو د جنوبي وزيرستان پوليس مشر شوکت علي تیره اوونې وی او اې ډیوه ته منلي وه چې په علاقه کې نزدې په اوونۍ کې د ماين چاؤدنې پېښه کيږي او نه يواځې عام خلک بلکې پوځي سرتيري هم پکې په خپله په هدف کيږي.

هغه وويل وه چې په علاقه کې د ماينونو په پاکولو کار روان دی او چې چرته هم چاؤدنه کيږي هلته بيا د پوځ او ملېشې ټيمونه رسي او علاقه د ماینونو څخه پاکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG