لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور ژوبڼ کې د یو کروړ قیمت لرونکې زرافه په مرموزه توګه مړه شوه


واشنګټن ــــ د پېښور ژوبڼ یا چړیاګر د پرانیستل کېدو په تېره څه کم درې کلنه موده کې په دې ژوبڼ کې لسګونه ژوي یا ځناور مړه شوي او په تازه پېښه کې د دې ژوبڼ یو افریقایي نسله زرافه په مرموزه توګه مړه شوې چې ارزښت یې یو کروړ روپۍ ښودل شوی دی.

دغه زرافه له هغو درو زرافو څخه وه چې په 2018م کال کې له افریقې د پېښور ژوبڼ ته راوړل شوې وې.

د پېښور ژوبڼ یا چړیاګر کې د افريقايي نسله زرافې په مرموزه توګه د مړه کېدو تر خبر وروسته په ياد ژوبڼ کې د تېرې څه مودې راهیسې د ځناورو د پرله پسې مرګونو په اړه د پلټونو غوښتنه شوې ده.

د پېښور چړیاګر چارواکي وایي د تېرې نهې- سه شنبې په ورځ یې د دې مړه شوې زرافې د بدن غړي د اسلام اباد یوې لیبارټرۍ ته د تفصیلي څېړنې لپاره لېږلي دي چې د هغې د مرګ سبب معلوم کړي.

دا چې د پېښور په چړیاګر کې د ځناورو د پرله پسې مرګونو سبب څه دی،‌ د ځنګلي حيات يو ماهر عاشق حسين وايي، په پېښور ژوبڼ کې د ځناورو د داسې مرګونو پلټنې پکار دي او دا کتل پکار دي چې دغه مرګونه د څه وجوهاتو له امله کيږي:

"د ژوبڼ د پاره چې کوم ضروري تربيت دی هغه د دغه خلکو شته کوم چې په ژوبڼ کې ناست دي که نه؟ په دې کې د خوراک ماهر بېل، د بيماريانو ماهر بېل، د ځناورو د خوی خصلت ساتونکي ځان ته شعبه وي، نو چې په دې لړ کې کومې پلټنې کيږي په هغو کې په دې لړ کې تپوسونه شوي دي او که نه هغوی عام پلټنې کوي چې دا ځناور ولې مړه کيږي."

د ژوبڼ مشر اشتیاق خان رسنیو ته ویلي، دوی د زرافې د زړه، ینې او پښتورګي نمونې لیبارټري ته لېږلې دي او وایي چې نتیجه به یې له دوی سره د نورو ځناورو په ژغورلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي اشتیاق د ګل- دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي وو،‌ چې دغه زرافه تېرې څو ورځې ناروغه وه، دوی یې مناسب علاج هم کړی وو،‌ خو وایي د څه وایرسي ناروغۍ له کبله مړه شوې ده.

د پېښور تر څنګ د پاکستان په نورو چړیاګرونو کې هم د ځناورو د ناروغیو خبرونه ورکړل شوي. ټاکل شوې وه چې په تېرو ورځو کې د اسلام اباد ژوبڼ دوه یږان "ببلو" او "سوزي" د علاج لپاره اردن ته ولېږل شي خو د پاکستان د ځنګلي ژویو وزارت د دغو ځناورو د لېږل پلان کېنسل کړ، چې اسلام اباد هایکورټ یې پر دې فیصله حیراني څرګنده کړه او د دې وزارت چارواکي یې د سبب په اړه ور وبلل.

په پېښور کې جوړ چړياګر د تېرو څه کم درې کالو راهیسې د خېبرپښتونخوا صوبې د ماشومانو او سېلانيانو لپاره د ساعت تيري او د ځنګلي ژوو [ځناورو او مرغانو] د پېژندګلو يوه لويه اسانتيا ګڼل کېږي. دا په پښتونخوا صوبه کې لومړی حکومتي لوی ژوبڼ ګڼل کېږي. داسې چړياګرونه پخوا يواځې په لاهور او کراچۍ ښارونو کې وو.

د یادونې وړ ده د اکتوبر میاشتې پر 13مه نېټه هم په پېښور ژوبڼ کې د بنګال د نسل يو ماده پړانګه له يو نر پړانګ سره د جنګ په نتیجه کې سخته ټپي شوې او مړه شوې وه. د بنګال پړانګې نسل د ختمېدو له خطر سره مخ دی او ویل کېږي په نړۍ کې د دې نسل دوه زره پړانګان پاته دي.

د پېښور ژوبڼ د پاکستان له لویو چړیاګرونو څخه ګڼل کېږي چې د 2018م کال په فرورۍ میاشت کې د صوبې پخواني وزیراعلی پروېز خټک پرانیستی وو، خو په ژوبڼ‌ کې د ځناورو د مناسبت انتظام د نشتوالي له کبله په لومړیو درو میاشتو کې تر 30 زیات ژوي مړه شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG