لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو دسیاسي کمیسیون پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی،افغان دولت وایي په سفر یې کابل سره مشوره شوې


دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي پاکستان ته دطالبانو دسیاسي دفتر دمشرانو سفر کابل ته دپاکستان د وزیراعظم عمران خان د وروستي سفر په مهال افغان دولت سره په مشوره شوی دی .

دبهرنیو چارو وزارت پخپله اعلامیه کې وایي افغانستان دتاؤ تریخوالي دکمولو،پراخه اوربند اؤ دمذاکراتو دلارې سولې ته رسیدو دپاره خپلې غوښتنې پاکستان سره شریکې کړي اؤ هیله ده چې اسلام اباد ته دطالبانو دې دا سفر به هدف ته په رسیدو کې موثر ثابت شي.

تر دې وړاندې چې سږکال داګست په میاشت کې طالبانو دملاعبدالغني برادر په مشرۍ د دوحې نه اسلام اباد ته سفر کړی ؤ نو افغان دولت په دغه سفر نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ دپاکستان لخوا طالبانو ته دیو هیواد د استازو په توګه پروټوکول یا درناوی ورکول دسفارتي اصولو په ضد عمل دی.

خو اسلام اباد ته دطالبانو د اوسني سفر په اړه دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت اعلامیه کې دطالبانو په سفر هیڅ رقم نیوکه نه ده شوې بلکې په دې اعلامیه کې دپاکستان د هغو هڅو درناوی شوی چې افغانستان کې د سولې دټینګښت په لاره کې یې کوي.

دملا عبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو د سیاسي کمیسیون یو پلاوی دچهارشنبې په ورځ د دوحې نه اسلام اباد ته رسیدلی اؤ دغلته یې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دبهرنیو چارو په وزارت کې هرکلی کړی دی.

افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سياسي کمېشن پلاوی د 16م دسمبر نه تر 18م دسمبر پورې د پاکستان په سفر دی، او دا پلاوی به د وزيراعظم او بهرنیو چارو وزير سره ویني.

په ټوئټر محمد صادق لیکلي دا سفر د پاکستان د هغه پالیسۍ برخه ده چې مهم افغان اړخونه د سولې خبرو ته ورسي کومې خبرې چې په تېر ستمبر کې په دوحه کې پېل شوې وې.

دپاکستان استازي زیاته کړې ده پاکستان په افغانستان او سيمه کې د تلپاتې سولې د سياسي جوړ جاړي، ثبات او خوشالۍ دپاره پراخه ملاتړ کوي.

دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم په ټوئټر لیکلي چې دطالبانو پلاوی به دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اؤ‌ وزیراعظم عمران خان سره لیدنې کوي .

هغه ویلي په ناستو کې به د دواړو هيوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG