لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د کورونا لپاره د مډرنا واکسین د بیړني کارولو سپارښتنه هم شوې


واشنګټن – امریکايي پوهانو د کورونا دوهم واکسین ته هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د بیړنۍ کارولو لپاره سپارښتنه کړې.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې د خپلواکو سلاکارانو یوې کمېټې له اوه ساعته بحث وروسته د امریکايي کمپنۍ مډرنا لخوا د کورونا د جوړ شوي واکسین کارولو لپاره د منل کېدو سپارښتنه کړې ده.

تر دې یوه اونۍ مخکې امریکايي چارواکو د فایزر په نامه د کورونا لومړني واکسین ته اجازه ورکړې وه.

دغه خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شویو کسانو شمېر نېږدې ۳۱۰۰۰۰ ته رسېدلی او تر ۱۷ میلیونو زیات کسان پرې اخته شوي دي.‌

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې لخوا هم ددغه واکسین تصویب کول ښايي د جمعې په ورځ ترسره شي.‌

کله چې تصویب شي نو نېږدې شپږ میلیونه ډوزه به ولېږدول شي تر څو روغتیايي کارکونکو او د پاملرنې په مرکزونو یا نرسینګ رومونو کې مېشتو کسانو باندې یې لومړی وویشي.‌

تېره اونۍ کله چې سلاکارانو د لومړي واکسین تایید وکړ نو د خوړو او درملو ادارې یې یوه ورځ وروسته بیړني استعمال ته اجازه ورکړه.

د امریکايي فایزر او جرمنۍ بایوټېک لخوا جوړ شوی واکسین په ټوله امریکا کې وېشل شوی دی.

د یاد واکسین وېشل د شورو او زیارت په ورځو کې د امریکا په شمال ختیځو ایالتونو کې د واورو د ستر لومړني ژمني طوفان له امله ټکنۍ شوی دی.

هوا پېژندونکو ویلي، چې ښايي تر ۳۰ سانتي مترو پورې واوره وشي.

په امریکا کې د کورونا د واکسین د وېشلو په بهیر کې د ګل یا دوشنبې په ورځ له ۲.۹ میلیونو ډوزو څخه پیل شو چې د امریکا روغتونونو ته استول شوی.

دواړه واکسینونه په کلینیکي ازمېښتونو کې ۹۵ فیصده اغېزناکه دي خو د مډرنا لخوا جوړ شوی واکسین لږې سړو زېرمو ته اړتیا لري او له همدې امله لېرې پرتو او اطرافي سیمو لپاره تر فایزر څخه غوره بلل کېږي.

خو د مډرنا واکسین د فایزر په پرتله د ۳۰۰۰۰ کسانو په کلینیکي ازمېښت کې زیات جانبي عوارض ښودلي چې په هغو کې د لنډ موډې لپاره خارښت، ګرمکو څخه یادونه شوې.‌

امریکايي چارواکو ویلي، چې په روانه میاشت کې به په امریکا کې تر شلو میلیونو کسانو پورې په یو له دغو واکسینونو باندې واکسین شي او د ۲۰۲۱ د لومړۍ ربعې تر پایه پورې به په امریکا کې د واکسین شویو کسانو شمېر کابو سلو میلیونو ته ورسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG