لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان په غزني ولایت کې چاودنې 15 تنه وژلي او 20 یې ټپیان کړي


واشنګټن ــــ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي نن د جمعې په ماسپښین د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې وایي د ماشومانو په ګډون 15 تنه پکې وژل شوي او شاوخوا 20 تنه پکې ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، د ګیلان ولسوالۍ د اغو جان په کلي کې خلک د قرآن کریم د ختم لپاره را غونډ شوي وو، چې تر کور دباندې ولاړ له چاودېدونکو موادو ډک زرنج موټرسایکل چاودلی دی.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه چاودېدونکي مواد چا هلته وړي وو او د څه لپاره یې په زرنج موټرسایکل کې یې ایښي وو.

خو ځینو ځایي خلکو افغان رسنیو ته ویلي چې د کور ماشومانو د توپ یوه ناچاودلې مرمۍ د ریکشې رېړۍ والا ته د پلورلو لپاره وروړې چې په دې مهال نور ماشومان هم هلته را غونډ وو او چاودنه شوې ده.

رپوټونه وایي په چاودنه کې وژل شوي او ټپیان اکثر ماشومان او نور عام خلک دي، وایي په ټپیانو کې هم د ډېرو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

XS
SM
MD
LG