لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد: افغان جګړه کې دخیل اړخونه دې چټک اوربند وکړي


افغان سولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي دناامنیو په سیوا شوؤ پېښو اندېښنه ښکاره کړې اؤ خواؤ یې غږ کړی چې اور کم کړي اؤ په چټکۍ سره اوربند وکړي.

په ټوئټر خپلو تازه څرګنډونو کې ښاغلي زلمي خلیلزاد لیکلي “موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوي ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې”

امریکایي استازي ویلي “ موږ پر ټولو غاړو غږ کوو چې اورکم کړي او په چټکۍ اوربند وکړي. په ګډه او په نړیوال ملاتړ، دوي باید په ټول هیواد کې د ناچاودل شوو توکو او ماینونو سره مبارزه وکړي تر څو د ماشومانو او غټانو ارزښتناکه ژوند وژغوري”

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې دجمعې په ورځ په غزني کې دیوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ؤ ملکي ماشومانو خپل ژوند دلاسه ورکړو.

خلیلزاد لیکلي “ موږ د تاوتریخوالي روانه لوړه کچه غندو او هغوي ټول غندو چې په افغانستان کې دغه راز بریدونو ته، چې وحشت او وینه تویول رامنځته کوي، اجازه ورکوي او ترسره کوي یې”

دامریکایي استازي په وینا د متحدو ایالتونو – طالبانو د هوکړه-لیک، د متحدو ایالتونو – افغانستان د ګډې اعلامیې، سولې او د بین الافغاني مذاکراتو پیل نه د پراخ نړیوال ملاتړ په شتون کې، په ډیرو افغانانو کې چې سولې او امنیت ته اړتیا او هیله لري، بین الافغاني جګړې او وژنو مشروعیت بایللی دی.

د زلمي خلیلزاد له دې څرګندونو یوازې ۱۱ ساعته وروسته د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا پلازمینه کابل کې د ولسي جرګې د یو وکیل خان محمد وردګ دموټرو په کاروان موټري بمي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي اؤ د وکیل خان محمد په ګډون ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې د شوي نني برید چاودنه لا په سمدستي ډول چا پغاړه نه ده اخستې خو دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دعوه کوي چې په تېرو درېوؤ میاشتو کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۸۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپیان شوي دي.

طالبان دافغان دولت دا دعوې ردوي اؤ وایي چې افغان ځواکونه په ملکي خلکو بریدونه کوي اؤ ګڼ شمیر عام خلک یې وژلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت د مرکچي پلاوي ترمنځ دسولې دبین الافغاني خبرو په ایجنډه اتفاق پیدا شوی خو دخبرو کې دشوؤ پرمختګونو باوجود هم افغانستان کې دچاودنو اؤ بریدونو لړۍ نه ده تم شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG