لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د هوا، ځمکې او سمندر د لارې  نړيوال ورتګ معطل کړی


سعودي عرب په اتوار/ يکشنبه ناوخته دغه هېواد ته د نړۍ څخه د هوا، ځمکې او سمندر د لارې نړیوال ورتګ معطل کړی، دا بندېز چې د يوې اوونۍ دپاره لګول شوی، ویل شوي دا غځېدی هم شي.

دغه خبره رويټرز د سعودي عرب د دولتي خبري ادارې له قوله خپور کړی دی.

د سعودي عرب لخوا د بهر څخه د ورتګ ځنډېدو له امله د پاکستان نه هم دغه هېواد ته د هوا د لارې الوتکې تلل ځنډېدلې دي.

د پاکستان د قامي هوايي شرکت پي ايي ای ويلي د پاکستان نه چې سعودي عرب ته زیاتره الوتکې د لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او پېښور څخه ځي، ادارې ویلي هغه الوتکې ځنډول شوي دي.

د پي ايي ای وياند عبدالله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، د سعودي عرب د پروازونو په ځای کولو سره به د پاکستان څخه هم ټول پروازونه روان شي.

هغه وويل کوم مسافر چې په دې اوونۍ کې پاتې شي پي ايي ای به دغه کسان په لومړو الوتکو کې سعودي عرب ته ليږي.

د عبدالله په خبرو د ټول پاکستان څخه په يوه اوونۍ کې 44 الوتکې ځي.

د رويټرز ترمخه د سعودي عرب څخه به هغه پروازونه کيږي کومې بهرنۍ الوتکې چې د وړاندې نه په سعودي عرب کې وې.

ويل شوي سعودي عرب د بهر څخه ورتګ د کرونا وبا له امله ځنډولی دی.

سعودي عرب نړيوال پروازونه، د ځمکې او سمندر د لارې ورتګ په داسې وخت کې ځنډولی چې په دغه هېواد کې د امریکا د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه تراوسه پورې په کرونا وايرس 16 لکه 93 زرې 213 کسان اخته شوي دي.

د امریکايي پوهنتون ترمخه کرونا وايرس په سعودي عرب کې تراوسه پورې 6122 کسان مړه کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG