پاکستان
ملا برادر: د طالبانو مشرتابه په پاکستان کې ده

په قطر کې د افغان طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ويلي مشرتابه يې په پاکستان کې ده او د زخميانو ناروغانو علاج يې هم په ياد هېواد کې کيږي.
ملا برادر د طالبانو د پلاوي مل دی چې په درې ورځنۍ سرکاري دوره پاکستان ته تللی او په يو ویډیو کې ښوول کيږي چې په کراچۍ کې په يو ممکنه روغتون کې د ټپي شوو طالبانو جنګيالو پوښتنې ته ورغلی.
د ازادو سرچينو له خوا د ویډیو تصديق لا ترديد نه دی شوی خو په سوشل مېډيا ياده ویډيو ډېره خوره شوې او افغانان يې د ملا برادر له خوا د هغو تورونو يو غټ اعتراف ګڼي چې وخت په وخت افغان حکومت او د امريکا او نېټو پوځي چارواکو په پاکستان لګولی. پاکستان دې ویډيو ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو وړاندې یې تل دغسې ویلي دي چې په طالبانو د پاکستان اثر محدود دی. که څه هم پاکستان وايي په طالبانو یې اثر محدود دی خو زیاتره وخت دعوا هم کوي چې طالبان یې خبرو ته کینول.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د کابل په خپل ورستي سفر کې ژمنه کړې وه چې په طالبانو به د ډز بندې غږ کوي.
ملا برادر چې په ياده وداني کې يو ګڼ شمېر طالب پلوو پښتنو ته وينا کوي وايي "ټوله مشرتابه مو دلته ده او يواځې دا علاج لا ممکنه نه ده چې په خپل ملک کې يې وکړو. مونږ مجبور يو چې دا وزغمو".
په پاکستان کې د ځان د بندي کېدو په اړه ملا برادر وايي "زه چې اته نهه کاله دلته وم او زما سره چې يې هر څه وکړه په ځان يې وړم. د ځان پېغور يې نه بولم ځکه دا زه د مريضانو، زخميانو او مشرانو د پاره وړم".
ملا برادر په 2010م کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتي ايجنسيانو له خوا نيول شوی وو او نزدې نهه کاله بند يې تېر کړی.
د مېډیا تر مخه ملا برادر د افغانستان د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزي د حکومت سره د دوبۍ د لارې اړيکې نيولې وې او د سولې په اړه يې ممکنه خبرې کول غوښته چې ونيول شو.
پاکستان د ملا برادر د بندي کولو او بيا خوشي کولو په اړه کوم سپيناوی نه دی کړی.
د يادې ویډيو په اړه چې افغان ژورنالېسټ بلال سروري په خپل ټوېټر خوره کړې ليکي، د ملا برادر په اړه ورته "د کراچۍ پاکستان نه معلومات ورکړل شوي چې ملا برادر زخمي طالبانو ته مالي مرستې رسولي".
د طالبانو له خوا د دې دعوې په اړه کوم سپيناوی نه دی راغلی خو د ملا برادر د خبرو دا تاثر اخستل کيږي چې زخمي طالبانو ته په خپله وينا کې د صبر او زغم مشوره ورکوي او وايي هيڅ معاوضه دومره لوړه نه ده چې د ده په وينا د مجاهدينو د قربانۍ ور رسېږي.
ملا برادر په خپله وينا کې د طالبانو او امريکا تر منځ د شوې لوظنامې په اړه وايي طالبان د کفارو سره خبرو ته، د ده په وينا، د مجاهدينو د قربانۍ په سوب ناست دي. ښاغلی برادر وايي:
"د دنيا هغه مغرور او متکبر کفار زما سره کښېني. ټرمپ ماته وايي چې زه ستا سره خبرې کوم. د ټرمپ سره ما 35 دقيقې خبرې وکړې يعنې ټيليفون ما ځينې کټ کړ ده نه دی کټ کړی"، او له دې سره په ګڼ شمېر کې موجود طالبانو په زوره د "الله اکبر" چیغه ووهي چې په ياده ویډيو کې اورېدل کيږي.
طالبان له امریکا سره د قطر په لاسليک شوې لوظنامه کې د "امارت اسلامي افغانستان" په ځای د طالب ډلې په هيڅ پېژندل شوې.
پاکستان د امريکا او طالبانو تر منځ د شوې لوظنامې هرکلی کړی او دا يې خپله سفارتي ګټه بللې خو د افغانستان يو بل مهم ګاونډی ملک ايران د يادې لوظنامې په اړه بېخي بدل نظر لري.
د ايران د خارجه چارو وزير جواد ظريف د افغانستان شخصي ټيليوېژن طلوع ته په يوه مرکه کې ويلي "مونږ دا په دې بڼه نه غواړو چې امريکايان دې لاړ شي او د طالبانو سره دې خبرو ته کښېني. دا مونږ يو خطرناک عمل بولو".
جواد ظريف وايي هېواد يې د ملګرو ملتونو د قراداد سره سم طالبان يوه ترهګره ډله بولي او زياتوي طالبان يې ايران تر اوسه په خپل ترهګر نوملړ کې ساتي او د ترهګرو ډله يې مني.
طالبانو په اتم اګست 1998م کال کې مزار شريف ونيولو او د ايران په قونصليټ یې برید کړی وو، چې پکې 11 ايرانيان، اته سفارتکار، يو ژورنالېسټ او دوه د سفارت کارمندان وژل شوي وو او د سوبه يې ايران د طالبانو تر سقوط پورې په افغانستان کې خپل سفارت بند ساتلی وو.
د ايران له خوا طالبانو ته د پوځي او نورو مرستو ورکولو په اړه چې د جواد ظريف نه وپوښتل شول نو هغه وايي "مونږ طالبانو ته هيڅ پوځي مرستې نه ورکوو. مونږ د هغو د زخميانو علاج نه کوو. خو زمونږ ورسره سنجيده خبرې شته. طالبان به ايران ته ځي راځي خو په ايران کې يې کوم هیډکوارټر لا پوځي مرکز نه شته".
See all News Updates of the Day
ايي اېم اېف: په باقي پاتې څو نقطو د اتفاق وروسته پاکستان سره د قرض معاهده لاس لیک کېدلی شي

د نړیوالې مالیاتي ادارې یو چارواکي د جمعې په ورځ وویل د تېلو د رعایتي قیمتونو د مجوزه سکیم په شمول په نورو څو باقي پاتو نقطو د اتفاق ترلاسه کېدو ايي اېم اېف پاکستان سره د قرض دپاره د ځنډ ښکار معاهده دستخط کولی شي.
په اقتصادي لحاظ د مشکلاتو سره مخامخ پاکستان د فېبرورۍ په میاشت کې ايي اېم اېف نه د قرض د یو اشاریه یو بېلین ډالر قسط اخیستلو دپاره مالیاتي ادارې سره مذاکرات شروع کړي دي.ايي اېم اېف او هم پاکستان ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی دی او روېټرز خبري ادارې د جمعې په ورځ په خپل رپورټ کې وویل چې ورستۍ مسله په رعایتي نرخونو د تېلو ورکولو د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف سکیم دی.
شهباز شریف دغه سکیم تېره هفته اعلان کړی چې ترمخه به يې د شته منو صارفینو نه د تېلو زیات قیمتونه اخیستل کېږي او په دې طریقه په ترلاسه شويو پېسو به په رعایتي قيمتونو د کم امدن صارفینو ته تېل ورکول کېږي.
روېټز وايي په پاکستان کې ګرانۍ د کم امدن خلک تر ټولو زیات متاثر کړي دي او د فېبرورۍ په میاشت کې د تېلو قیمتونه په پنځوسو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي وو.
د روېټرز ترمخه، د پاکستان د تېلو وزارت ویلي د وزیراعظم د مجوزه سکیم دلاندې به د شته منو خلکو او د بې وزله خلکو دپاره د تېلو په بېعه کې به د 100 روپو فرق راشي.
د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک روېټرز ته د جمعې په ورځ وویل چې د شهباز شریف د مجوزه پروګرام په تفصیلاتو کار کولی شي او دا د سبسېډي نه بلکې د مرستې پروګرام دی.
مصدق ملک وویل د لویو موټرو مالکان به د تېلو زیات قیمت ادا کوي او وړو موټرو مالکان به کم قیمت ادا کوي او وړې موټرې چونکې تېل کم خوري نو خلک به وړې موټرې اخیستل شروع کړي.
په پاکستان کې د ايي اېې اېف نماینده اېسټر پېریز رویز وویل د شهبازشریف حکومت د تېلو د نرخونو په اړه د مجوزه سکیم په لړ کې د ايي اېم اېف سره مشوره نه ده کړې.
روېټرز ته په یو پېغام کې روېز په د مطبوعاتو د دې خبر تصدیق وکړو چې د شهبازشریف د مجوزه سکیم په شمول په ځینو نورو باقي پاتې نقطو د متفق کېدو نه پس پاکستان سره د عملې یا په سټاف لېول معاهده دستخط کېدلی شي.
هغې وویل ايي اېم اېف پاکستان نه د تېلو د قیمتونو د مجوزه پروګرام په اړه تفصیلات غوښتلي دي چې دا به څنګه نافذ کېږي او د دې غلط استعمال مخه نیولو دپاره به څه اقدامات کولی شي.
مصدق ملک وویل په نوي پروګرام به د حکومت هېڅ اضافي خرچ نه کېږي.
مصدق ملک وویل ايي اېم اېف د خزانې وزارت سره رابطه کړې ده خو وزارت په دې لړ کې روېټرز ته څه نه دي ویلي.
د مارچ د 17 نېټې پورې، رویټرز وویل، د پاکستان په مرکزي بېنک کې د زرمبادله ذخیره 4.6 بېلین ډالر وه چې د څلورو هفتو د درامداتو دپاره کافي ده.
پاکستان غواړي چې ايي اېم اېف ورته د 6.5 بېلین ډالر هغه قرض نه یو اشاریه یو بېلین ډالر قسط ورکړي چې دواړو پې په 2019 معاهده دستخط کړې وه.
روېټرز وايي دقرض قسط اخیستلو دپاره پاکستان د ايي اېم اېف یو شمېر شرطونه نافذ کړي دي چې پکې د روپۍ قیمت کمول،د توانای قیمتونه زیاتول او په ځینو شیانو د حکومت رعایتونه لېرې کول شامل دي،
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
افغانستان پاکستان ته د ټي 20 د دریو مېچونو په لومړۍ مقابله کې ماتې ورکړه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټي20کرکټ د دریو سیالیو په لومړي مېچ کې افغانستان د جمعې په ورځ د متحده عرب امارات په شارجه سټيډیم کې پاکستان ته ماتی ورکړو.
د ټاس ګټلو نه پس پاکستان د لومړي بېټنګ فېصله کړې وه او په شلو اورونو کې يې د نهو وکټو په نقصان 92 رنز وکړل.
د ايي اېس پي اېن کرېک انفووېب پاڼې ترمخه د ټي 20 په کرکټ کې دا د پاکستاني ټیم په پېنځم ځل کم سکور یا رنزونه وو.
د افغانستان ټیم د څلورو وکټو په نقصان په اتلم اوور کې د پاکستان هدف پوره کړو او مېچ یې وګټلو.
د کرک انفو ترمخه، د افغانستان په بېټنګ کې نجیب الله ځدران غوره لوبه وکړه او 38 رنز یې جوړ کړل.
د افغانستان او پاکستان سیریز د ټرافۍ یا جام مخکتنه د زیارت په ورځ دافغانستان د کرکټ دملي لوبډلې کپتان راشد خان اؤ د پاکستان کپتان شاداب خان کړې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ په ټویټر خپل بیان کې ویلي دي چې په ټرافۍ کې دافغاني روایاتو اؤ کلتور رنګ ښودل شوی دی اؤ دا دافغان کلتوري هنر یوه غوره بېلګه ده.
د افغان کرکټ بورډ له مخې ټرافي په لاس دجوړ شوي قالین یا غالۍ څخه جوړه کړل شوې ده چې دافغانستان دملي ورثې اؤ عنعناتو انځور وړاندې کوي.
د افغانستان پاکستان د سیریز دویم مېچ به په 26 او اخېری مېچ به په 27 مارچ کېږي.
په تېرو میاشتو کې په شارجه کرکټ اسټیدیم کې دافغانستان اؤ پاکستان دلوبډلو ترمنځ دکرکټ سیالۍ په مهال د دواړو هیوادونو د وګړو ترمنځ د رامنځته شوي تاؤ تریخوالي نه وروسته دا وړومبی ځل دی چې په دغه اسټیډیم کې دپاکستان اؤ افغانستان لوبغاړي یو ځل بیا دیو بل پرضد سیالۍ ته اوځي.
پاکستاني رسنۍ وایي دا ځل دشارجه کرکټ اسټيډیم مسولینو دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دسالیو په مهال د تماشګیرو دقابو ساتلو لپاره ځانګړي انتظامات کړي اؤ په اسټیدیم کې داضافي امنیتي ځواکونو دګمارنې احتمال هم شته .
رسنۍ وایي دې سیالیو لپاره دپاکستان کرکټ بورډ دمشر نجم سیتي لخوا وړاندیز شوی دی چې په اسټیدیم کې باید دافغانستان اؤ پاکستان تماشګیر بیل بیل کښېنول شي.
دپاکستان دکرکټ بورډ مشر ښاغلي نجم سیټي هم دفرورۍ په پینځمه دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو دلړۍ پیل کیدو اعلان کړی ؤ اؤ په ټویټر یې لیکلي وؤ هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي.
نجم سیټی ویلي وؤ دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي.
دجنورۍ په میاشت کې اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله.
ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده.
عمران خان: که نړۍ له طالبانو سره اړیکې نه جوړوي هغوی یې ولې د بشري حقونو او نجونو د تعلیم په اړه واوري

واشنګټن ـــــ د پاکستان د مخکیني وزیراعظم عمران خان پر تازه مرکه باندې په ټولنیزو رسنیو کې نیوکې شوې دي چې هغه وایي که نړۍ له افغان طالبانو سره اړیکې نه جوړوي نو هغوی د نجونو د تعلیم په ګډون هیڅ خبرو ته غوږ نه نیسي او نه یې عملي کوي.
عمران خان د مارچ پر 23مه د برتانیې له 4News چېنل سره په تازه مرکه کې د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي، دی افغانان تر هر چا خصوصاً تر غربي هېوادونو ښه پېژني او د ده په نظر افغانان نه غواړي بل څوک ورته ووایي چې باید څه وکړي.
مرکه کوونکي له عمران خانه وپوښتل چې پاکستان پر طالبانو زیات اغېز لري، آیا دی به طالبانو ته ووایي چې نجونې سکول ته پرېږدي، عمران خان یې په جواب کې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول ونه غندل او ویې ویل:
"که غربي هېوادونه غواړي د افغانستان پر اوسني حکومت اغېز ولري ضرور یې باید مېن سټریم [اړیکې ورسره عادي] کړي، زه بیا بیا وایم چې له دوی سره خبرې وکړئ، که دوی ګوښه وساتئ نو څنګه به اغېز ورباندې ولرئ".
د تعلیم لپاره مبارزه کوونکي او د نوبل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسفزي د عمران خان پر دې خبره نیوکه کړې او وایي د هغه د خبرې معنا خو دا ده چې "طالبان پرېږدئ چې څنګه غواړي هغسې فیصله دې وکړي".
ضیاء الدین یوسفزي د جمعې په ورځ د عمران خان د مرکې کلیپ ته په جواب کې پر خپل ټویټر لیکلي:
"دلته عمران خان د هغو پینځه میلینه افغانو ښځو او نجونو په اړه زښته زیات غیرحساس دی چې [د طالبانو] یو 'درآمد شوي حکومت' یې تر شپږم پورته سکولونو او پوهنتونونو ته پر تګ سخت بندیز لګولی دی".
د امریکې او پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او ترې غواړي چې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونو ته درناوی ولري او یو داسې ټولشموله حکومت جوړ کړي چې ټول افغانان پکې استازیتوب ولري.
عمران خان وایي نړۍ باید لومړی له طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او اجازه ورکړي چې هغوی هم له نړۍ سره ښکېل شي بیا دې د بشري حقونو په اړه خبرې ورته وکړي، وایي په داسې حال کې چې پیسې یې کنګل شوې دي ولې به هغوی نړۍ ته غوږ نیسي:
"زما مشوره دا ده چې هغوی [طالبانو] مصروفه کړئ او په نړیواله ټولنه کې ځای ورکړئ بیا که ورته ووایئ چې نجونې تعلیم ته پرېږدئ اوري به مو، اوس مو نه اوري او پر دې غبرګون ښیي وایي تاسې څوک یئ چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله کوئ".
په امریکا کې مېشت د پاکستان د دفاعي او سیاسي چارو څېړونکي پروفیسر ډاکټر عقیل شاه هم د عمران خان پر دې خبره نیوکه کړې چې هغه په مرکه کې ویلي، "زه افغان کرکټر [کردار] په غرب کې تر هر چا ښه پېژنم".
پروفیسر عقیل شاه د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي، "د عمران خان غوندې نسل پرستو مستشرقینو [ختیځپوهانو] له ذهنونو پرته هیڅ 'افغان کرکټر' نه شته".
د پاکستان یو فعال منیب قادر هم د عمران خان پر خبرو سخته نیوکه کړې او د هغه ټولو خبرو ته یې جواب ویلی دی. منیب قادر پر خپل ټویټر لیکلي چې عمران خان وایي افغانان خپلې فیصلې ته پرېږدئ د دې مطلب خو دا دی چې دی د افغانستان نیمه ابادي ښځې افغانې نه ګڼي.
منیب قادر لیکلي عمران خان چې څه ویل غواړي د هغه مطلب دا دی چې طالبان له ښځو سره د دویمې درجې انسانانو چلند کوي دا ده ته د منلو وړ دي او د ده په وینا "جنسیتي توپیر" ورته د منلو وړ دی:
"دا خبره چې 'له دوی سره په خبرو کې ښکېل شئ' بېخي بې بنیاده خبره ده، ایا نړۍ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغان سولې په خبرو کې له طالبانو سره ګډون نه وو کړی، په دغو خبرو کې هیڅ افغانه ښځه هم نه وه او که یو افغان طالب ارب پتي شوی هم وای، بیا به یې هم نجونې او ښځې کله هم سکول او پوهنتون ته نه پرېیښې".
عمران خان د پاکستان د وزیراعظم په توګه د نړۍ لومړی رهبر وو، چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی یې کړی وو او هغوی ته په اشارې یې ویلي وو چې "افغانانو د غلامۍ زنځیرونه مات کړل".
له هغه را وروسته د خپل حکومت په مهال هم او په تېر شاوخوا یو کال کې په بېلابېلو ویناوو او مرکه کې هم عمران خان په ټینګار سره له نړۍ غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې جوړې کړي او د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندلو یا منلو ته لاره جوړه کړي خو خپله د عمران خان حکومت هم د هغوی حکومت په رسمي توګه نه وو منلی.
د خلیلزاد ټویټونه: ايا پاکستان يو ځل بيا د نړۍ د توجه مرکز جوړيږي؟ د څېړونکو نظر

د افغانستان دپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزار په وروستيو کې د پاکستان او عمران خان په اړوند څرګندونو باندې پاکستان کې تاوده بحثونه روان دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خليلزاد څرګندونو ته د پاکستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ويل شوي دي او پاکستان ويلي د بهر نه د چا مشورو ته ضرورت نه لري.
پاکستان کې د سياسي اړي ګړي او اقتصادي مشکلاتو په اړوند خليلزاد لس ورځې وړاندې بيان ورکړی چې پاکستان د درې اړخيزه سياسي، اقتصادي او امنيتي بحران سره مخ دی او په داسې کې د عمران خان نيول به يواځې بحران نور سېوا کړي
خليلزاد دوه ورځې وړاندې د عمران خان او پرون یې بيا د پاکستان په اړوند څرګندونې کړي.
نوموړي پرون ويلي د روژې په میاشت کې اسلامي ملکونو فکر پکار دی چې په پاکستان کې د سياسي حکومت او پوځي مشرتابه د ملک په حالاتو غور وکړي ځکه چې دوی د تباهۍ په لار روان دي.
هغه د پاکستان سياسي او پوځي مشرتابه ته مشوره ورکړې چې د خپلو زمه وارو لاندې د خپل ولس په ګټه خپله لاره بدله کړي.
پاکستان وړاندې هم د بهر څخه د مشورې نه اخستو د ضرورت خبره رد کړې او د بهرنیو چارو دفتر یې بيا د زلمي خليلزاد د نوم اخستو پرته ویلي، چې د بهر څخه غږونه يا اوازونه د پاکستان جمهوريت او سياست نه شي اغېزمنولی.
د خلیلزاد نه علاوه د امریکې یو بل قانون ساز سېنېټر جيکي روزن هم په يو ټويټ کې د پاکستان په سياسي وضع اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اقتصادي مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان ايتلافي حکومت وايي عمران خان د ملک د اقتصادي مشکلاتو زمه وار دی او اوس یې سياسي اړی ګړی جوړ کړی دی.
خو عمران خان چې د وزيراعظمۍ نه لرې کړی شوی او په سمدستي ډول په ملک کې انتخابات غواړي په خپل حکومت کې يې په تېرو حکومتونو د مشکلاتو زمه واري اچوله.
پاکستان کې د خليلزاد بيانونو ته ځينې پوهان د هغه شخصي نظر او ځینې مهم ګڼي دغه رنګ د پاکستان غبرګون ورته هم عجیبه او مهمه بلل کيږي.
د پاکستان يو پخوانی سفارتکار اعزاز چودري وايي، د پاکستان په سياسي بحران په ملک کې دننه او بهر بحثونه کيږي د خليلزاد بيانونو ته دې هم د دغه نظره وکتل شي. او د هغه په بيان حکومت له ځواب کول نه وو پکار ځکه چې دغه د هغه شخصي نظر دی.
هغه ويلي، دغه ډول بیانونو يا تبصرې ډېرې سنجيده اخستل نه دي پکار ځکه چې په ملک کې دننه هم دا سوچ شته چې د کله پورې په ملک کې سیاسي اړی ګړی نه وي ختم شوی اقتصادي ثبات نه شي راتلی.
او د نړيوالو چارو کار پوهه ظفر جسپال وايي، د خليلزاد د پاکستان په اړه څرګندونې شخصي دي خو هغه وايي د دغو بيانونو د ارزښت څخه انکار هم نه شي کېدی.
او د نړيوالو چارو بله کار پوهه هما بقايي وايي، په څرګنده د عمران خان په ملاتړ راتلونکو بیانونو ته د امریکا د سياست له نظره کتل پکار دي.
هغې ويلي، په سيمه کې د بدلونونو له امله یو ځل بيا پاکستان د نړۍ د توجه مرکز جوړ شوی او د خليلزاد بيانونه شخصي دي خو هغه د پاکستان او امريکې په اړيکو خبر دی.
هغې زیاته کړې که د خليلزاد بيانونو ارزښت نه لرلی نو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ورته غبرګون ولې ويلو.
[خبر د وي او اې اردو په مننه]
ډاکټران: د ښه صحت دپاره په روژه ماتي کې لږ خوراک کول پکار دي

ډاکټران وايي، پکار ده چې د روژې ماتولو سره سم لږ خوراک وکړی شي په ځانګړي ډول کورني جوړ شربتونه، مېوې او زیاتې اوبه څښل پکار دي، د ډېرو غوړو او مرچکو والا خوراکونو او بازاري شربتونو نه ډډه پکار ده.
ډاکټر منصور خان چې د عامو ناروغو ماهر دی وايي، په روژه کې ټوله ورځ يا د سهار نه تر ماښام پورې انسان اوبه ونه څښي چې په ځانګړي ډول وجود کې اوبه ډېرې کمې شي، پکار ده چې په روژه ماتي کې زياتې اوبه وڅښل شي يا مېوې وخوړل شي، په وجود کې د اوبو د کمي پوره کولو هڅه وشي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، خوراک دې وشي خو که د روژه ماتي نه وروسته يو ساعت نيم پس خوراک وشي نو په معده به د بوج جوړېدو یا په خېټه کې د ګېس جوړېدو څخه بچ شي.
نوموړی ډاکټر وايي په روژه ماتي کې په يو ځای ټول خوراکونه کول او خېټه ډکول د تاوان سبب جوړيږي.
او ډاکټر فهد اقبال وايي، د 13 يا 14 ساعتونو په پس په يو ځای خوراک کول نه دي پکار دي، لږ خوراک دې په روژه ماتي کې، لږ دې د نمانځه نه پس، لږ دې د ماسخوتن د نمانځه نه وروسته وکړی شي، خو په دې کې که د يوې خبرې خیال وساتل شي چې په خوراک پسې يو څه ګرځېدل خامخا پکار دي لکه د پيشمني/ پيشلمي نه وروسته کم از کم 40 يا 50 قدمونه ګرځېدل او تر يو کلوميټره پورې ګرځېدل پکار دي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، بازاري شربتونه نه دي څښل پکار ځکه چې څنګه روژه ماته شي او ډايريکټ پسې دغه شربت وڅښل شي نو فاسفورس نېغ ورشي او سخت تاواني اړوي.
هغه وويل، که په ساده ژبه کې وويل لکه د پښتو متل دی، لږ خور تل خوره، که څوک په روژه کې په ځانګړي ډول په خوراکونو کې احتياط وکړي ډېرې ګټې لري.
هغه زیاته کړه، د ډېرو غوښو او غوړو څيزونو نه بايد ډډه وشي.
د زړونو ډاکټر وايي، په يو ځای معدل ډکول او ګډوډ خوراکونه ورته اچول د ګېس او په معده د درد سبب جوړيږي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل د ډېرو مصالو او مرچکو د خوراکونو نه ډډه پکار ده دغه ډول په پيشمني يا پیشلمي کې هم دومره سخت خوراکونه نه دي کول پکار چې ټول ورځ ترې بیا سړی په تکليف کې وي.
هغه دا هم وويل په روژه کې بیا د سګرټو او نسوارو نه ډېره ډډه پکار ده چې وشي او خلک کولی هم شي چې دا يوه موقع په لاس ورشي چې ټوله ورځ پکې خوراک څښاک نه کوي پکار ده چې په روژه کې بيا د دغو څيزونو خلک د قلارېدو هڅه وکړي.
دا چې پخوا به په روژه کې د خوراکونو د احتياط يا داسې نورو خبرو نه ويل کېده اوس ولې د ډېر احتياط ويل کيږي؟، ډاکټر منصور یې په ځواب کې وايي، پخوا خوراکونه پاک او ساده وو او زياتره کورني وو ځکه به تاواني نه وو اوس خلک زياتره بازاري او په کېمېکلو ګډو څيزونه کاروي او وجودونه هم ډېر ښه نه دي نو ځکه د ډېر تاوان سبب ګرځي.
ډاکټران وايي يو خو د خلکو مستقله ناروغۍ وي لکه د شوګر، يا وينې د فشار او نورې، هغه په خپل ځای وي پکار ده دغه ناروغان د خپلو ډاکټرانو په مشوره عمل وکړي او که څوک د پاخه يا زاړه عمر وي او داسې ناروغي هم لري چې د خوراک څښاک نه بغېر یې ژوند ته خطره جوړيږي بيا پکار ده چې روژه ونه ونيسي او د ډاکټر په مشوره عمل وکړي.
[په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال ذوالفقار بېټني شريک کړي]