لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان اؤ برتانیې ترمنځ دغیرقانونه پیسو لیږد پاکستان ته څه زیانونونه رسولی شي؟


د برطانيې د حکومت لخوا خپور کړل شوي يو رپورټ کې وېل شوي چې د کال 2020م په مهال هم د پاکستان او برطانيې ترمينځ د غېرقانوني لارو په ذريعه د پېسو لېږدونه روانه وه .

د نېشنل رسک اسسمنټ اف مني لانډرنګ اېنډ ټېرر فاېنانسنګ کال 2020 د عنوان لاندې دې رپورټ کې راغلي چې د غېرملکي بدعنوانه عناصرو لپاره د برطانيې او په ځانګړي ډول د لندن د پراپرټۍ مارکېټ د تورو پېسو د سپينولو د خوښې ځائ دی.

په دې وروستیو کې اېف ای ټي اېف د ترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد دمخنیوي لپاره د پاکستان ګامونه نيمګړې ګرځولي او خبرداری یې ورکړی که پاکستان په دې اړوند لا نور غوڅ او کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو اېف ای ټي اېف خپل غړو هیوادونو ته اسلام اباد سره اقتصادي او کاروباري اړیکو ته د بيا کتنې وېنا کولی شي.

د پاکستان حکومت لا په دې رپورټ خپل غبرګون نه دی ښودلی خو وزیر اعظم عمران خان په واک کې د راتلو سره سم دناقانونه لارو هیواد څخه دپیسو ویستلو دمخې نیولو ژمنه کړې وه او مرکزي حکومت په دې ورستیو کې اړونده قوانینو کې د پارلیمان نه بدلونونه هم منظور کړي دي.

رپورټ کې وېل شوي د کومو هېوادونو لخوا چې برطانيې ته په اسانۍ او بغېر له کوم خنډ دولت د غېرقانوني لارو وړل کېږي هغوئ کې د چین، هانګ کانګ، روس، متحده عربي اماراتو ترڅنګ پاکستان هم شامل دي.

دا رپورټ بيا وايي برطانيه د پاکستان سره نزدې اقتصادي اړيکې لري او کال 2017م کې د برطانيې څخه پاکستان ته په قانوني لاره قابو 1.7 بيلينه ډالر رقم ترسيل شوې.

که څه هم د پاکستان د وزير اعظم عمران خان واک کې د راتلو سره سم د مني لانډرنګ او د غېرقانوني لارو په ذريعه د هېواد نه د دولت بهرنیو ملکونو ته دویستلو د مخنیوي ژمنه کړې وه خو دا رپورټ په ګوته کوي چې ددې باوجود اوس هم د پېسو په غېرقانوني انتقال کې کمی نه دی ليدل شوی.

د برطانيې د حکومت په دې رپورټ کې راغلي چې د پاکستان بدعنوانه عناصر اوس د پېسو د غېرقانوني انتقال د لارې په برطانيه کې جائیدادونه اخلي.

پاکستان کې په اقتصادي او په ناقانونه ډول دپیسو ویستلو په چارو نظر لرونکی خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي پاکستان په دې ورستیو کې اړونده قوانین سخت کړي دي.

هغه وايي دا خبره سمه ده پدې برخه کې د پاکستان د قوانینو او د هغو په نفاذ کې ځنې کمی شته خو دا رپورټ د برطانيې په مالياتي نظام کې هم نيمګړتياوې په ګوته کوي ځکه خو د دولت غيرقانوني تر سېل کېږي.

که څه هم اېف اې ټي اېف د مني لانډرنګ او دترهګرۍ د مالي سرچينو په وچولو کې د پاکستان ګامونه ستايي خو دا خبرداری یې هم ورکړی که چرې پاکستان دایف ای ټي‌ایف د راتلونکې غونډې پورې دپام وړ پرمختګ ونکړ شو نو نوم به یې په تور فهرست کې واچول شي.

پاکستان کې د پیسو دتبادلې یا مني اېکسچېنج کمپنیو چېرمېن ملک بوستان ډيوه ته وايي هېواد کې د مني لانډرنګ او ټېرر فاېنانسنګ په اړه د نوؤ قوانینو د معرفي کېدو ورسته په نا قانونه لارو د پېسو لېږل ګران شوي دي.

خو هغه وايي نه پوهېږي چي د برطانيې ددې راپور اساس څه دی ولې چې هېوادونه د هونډۍ او حوالې د لارې د استول شوؤ رقمونو حساب نه لري.

هغه واي په پاکستان کې مني اېکسچېنج کمپنۍ د يو ډالر اخستو لپاره هم د صارف شناخت غواړي او ددې وېډيو رېکارډنګ هم کوي خو دا رپورټ د پاکستان د ځپلي اقتصاد دپاره ښه خبر نه دې.

دپاکستان حکومت په دې وروستیو کې د اېف ای ټي اېف په سپارښتنه د مني لانډرنګ او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنیوي لپاره په قوانینو کې بدلونونه د پارلیمان نه منظور کړي چې په کې په دې جرم کې د ککړ تن دپاره د لس کاله قېد سزا ترڅنګ د يو کروړ روپو جرمانه هم اېښودل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG