لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کراچۍ کې مشکوک زهرجن ګېس څلور تنه مړه کړي


په کراچۍ کې يو ځل بيا د مشکوک زهرجن ګېس له امله څلور تنه مړه شوي او 22 نور اغېزمن شوي دي، دا پېښه د کراچۍ په کيماړۍ سيمه کې شوې ده. کمياړۍ د کراچۍ پورټ ټرسټ يا کراچۍ بندر سره جوخته پرته ده.

په کيماړۍ کې د ضيا الدين روغتون وياند امير شهزاد وايي، روغتون ته د 23م دسمبر په شپه او د 18م دسمبر په شپه داسې کسان راوړل شوي چې د ساه په اخستو کې د تکليف سره مخ وو او په هوا کې د بوی محسوسولو يې ويلي وو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، دا ټول 22 کسان روغتون ته راوړل شوي چې پکې دوه په روغتون کې مړه شوي او دوه مړي راوړل شوي وو چې خپلوانو يې ويلي چې دغه کسان هم د ساه د تکليف سره مخ وو او بويې یې محسوسولو.

هغه وويل دا کسان چې دواړه شپې راوړل شوي دي د شپې په يوه بجه راوړل شوي دي.

ځايي ميډيا وايي دا مشکوک ګېس دی چې له خارجېدو له امله يې خلک اغېزمن کيږي. د روان کال فرورۍ په میاشت کې هم دغه ډول ويل شوي وو چې د ګېس خارجېدو له امله خلک اغېزمن شوي وو.

شهزاد هم وايي دا خلک چې اغېزمن کيږي د ګېس خارجېدو له امله کيږي با بل څه علت کېدی شي دا به د وخت نه وړاندې ويل وي.

"هغه وخت هم دا نه وه په ډاګه شوې او اوس يې هم هیڅ درک نشته چې دا څه مامله ده 22 تنه راوړل شو او اغېزمن شوي، نو څه خو غلط روان دي ".

هغه وايي نه شي ویلی چې دا ګېس دی که څه دي چې په هوا کې يې بويې محسوسولی شي خو وايي چې روغتون ته څومره خلک راوړل شوي د هغوی درملنه یې کړې او چې ښه شوي دي بيرته کورونو ته تللي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د سيند صوبې حکومتي چارواکو ويلي د کمياړۍ څخه ورته د زهرجن ګېس خبر ترلاسه شوی او دوی اړونده چارواکو ته لارښوونه کړې چې پلټنې يې وکړي.

د روان کال فرورۍ په مياشت کې هم دغه رنګ د مشکوک زهرجن ګېس خارجېدو ويل شوي چې 14 تنه ترې مړه شوي وو.

هغه وخت د کراچۍ پوهنتون د بايلوجېکل سائنس او کېمکل نړيوال مرکز ویلي ؤ په مشکوک ډول دغه ګېس د سويابينو دوړه مالوميږي.

هغه وخت داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې په بندر د سویابينو ډک جهاز تشول کيږي او د هغې نه دوړه خيژي خو بيا چارواکو په رسمي ډول په دغه اړه کوم تاييد نه ؤ کړی او نه د هغه پېښې په اړه بيا کره رپورټ مخې ته راغلی ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړې ده.​

XS
SM
MD
LG