لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:داسرائیل په رسمیت منلو دپاره راباندې هیڅ فشار نشته


پاکستان وایي داسرائیل په رسمیت دمنلو دپاره پرې هیڅ رقم فشار نشته اؤ ترڅو چې دفلسطین ستونزه هواره شوې نه وي پاکستان به اسرائیل په رسمیت نه مني.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال ویلي دمتحده عرب اماراتو د ویزو معامله داسرائیل دمنلو یا نه منلو سره هیڅ تړاؤ نه لري.

تر دې وړاندې هم په نزدې وختونو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند زاهد حفیظ چوهدري مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې پاکستان د اسرائیل په رسمیت دمنلو په هیڅ یو وړاندیز غور نه کوي.

دمډل ایسټ ایي په نوم ویب پاڼې دنومبر په نیمایي کې د وزیراعظم عمران خان له خولې لیکلي وؤ چې د ټرمپ د واکمنۍ په دوره کې پاکستان د سختو فشارونو سره مخ ؤ ترڅو اسرائیل په رسمیت ومني.

راپور کې د عمران خان له خولې ویل شوي وؤ چې اسلام اباد به د فلسطین په اړوند د جناح په پل رون وي اؤ ترڅو چې عرب برخې ته انصاف نه وي ورکړل شوی پاکستان به یهودي ریاست په رسمیت نه قبلوي.

داګست میاشت کې متحده عرب امارات اسرائیل سره خپلې اړېکې ځائ ته راوستې اؤ ددغه هیواد په رسمیت دمنلو اعلان یې کړی ؤ چې له هغې وروسته په ۱۵م ستمبر بحرین اؤ بیا ورپسې دریم اسلامي هیواد سوډان اسرائیل سره داړېکو ځائ ته د راوستلو اعلان کړی ؤ.

له دې اسلامي هیوادونو وړاندې مصر په کال ۱۹۷۹ اؤ اردن په کال ۱۹۹۴ کې اسرائیل سره دسولې په تړونونو لاسلیکونه کړي وؤ.

که څه هم د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د دسمبر په اتلسمه نیټه یو ځل بیا وویل پاکستان د اسرایل په حقله په خپل دې دربځ ولاړ دی چې ددې مسلې حل دوه ریاستي فارمولا ده خو په پاکستان کې د تیرو څو میاشتو راهسې دا ګنګوسې روانې دي د عرب هیوادونو د اسرایلو سره د سفارتي اړیکو جوړولو ورستو پاکستان هم په دې حقله خپله تګ لاره بدلول غواړي.

تیره اوونۍ دپاکستان یو مذهبي مشر مولانا محمد خان شیراني هم پخپل یو بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان له د اسرایلو سره تعلقات جوړول پکار دي خو په دې بیان خپل غبرګون کې څېړونکو شکونه ښودلي وؤ چې کیدای شي مولانا شیراني دا بیان داسلام اباد په خوښه ورکړی وي اؤ مقصد یې داسرائیلو په موضوع دخلکو غبرګون معلومول وي.

څیړونکي وايي د اسرایلو سره د پاکستان د تعلقاتو موضوع اولس ته تل د مذهبي جذباتو په اینه کې ځلول شوې ده. او که پاکستان وغواړي نو د اسرایلو د منلو په لړ کې هم د مذهبي مشرانو نه کار اخستی شي.

څیړونکي ګمان کوي که چري حکومت دا فیصله وکړي چې د اسرایل سره تعلقات جوړول پکار دي نو د اولس فکر به هم د مذهبي مشرانو په زریعه بدلول کېږي.

XS
SM
MD
LG