لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امرالله صالح:پاکستان دافغانستان په خاوره دحاکمیت هڅې کوي خو افغانان دماتې خلک نه دي


دافغان ولسمشر لمړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح ویلي دافغانستان په خاوره دافغانانو حاکمیت دی اؤ دکوټې اؤ پېښور شوراګانې په افغانانو حاکمیت نه شي کولی.

پخپل یو رپورټ کې دافغانستان شمشاد ټیلي ويژن دامرلله صالح له خولې ویلي پاکستان هڅه کوي زمونږ په خاوره حاکمیت ترلاسه کړي." خو مونږ سرلوړې او باعزته سوله غواړو، افغانان د ماتې خلک نه دي"

هغه ویلي اسلام اباد ته دطالبانو دسیاسي دفتر دمشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دطالبانو پلاوي پخپل اوسني سفر کې دپاکستان دننه دطالبانو د یو روزنیز مرکز اؤ دهغه دولتي روغتون څخه لیدنه کړې چې د ټپي طالبانو علاج پکې کیږي اؤ دا طالبان هلته پرته له کومې ویزې یا سفري اسنادو میشت دي.

هغه وایي د طالبانو د روزنیز مرکز څخه دلیدنې اؤ دولتي روغتون کې دطالبانو له پوښتنې کولو دطالب مشرانو موخه دا وه چې دخپلو طالبانو جنګي مورال پورته کړي.

هغه تور لګولی چې طالبان د ماین جوړولو لپاره له امونیم نایټرېټ چاودېدونکو توکو څخه کار اخلي او دغه مواد پاکستان د دوی په اختیار کې ورکوي.

د ولسمشر ویاند پخپلو څرګندونو کې دا تور هم لګولی چې سږکال هم پاکستان دبیلابیلو لارو څخه ۲۰ زره ټنه امونیم نایټرېټ چاودېدونکي توکي د طالبانو په واک کې ورکړي دي خو هغه دخپلې دغه ادعا کوم ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

ښاغلي صالح ویلي افغانستان څو ځله پاکستان سره خبرې کړي ترڅو افغانستان ته ددې چاویدونکو موادو دانتقال مخه ونیسي خو پاکستان یې لا مخه نه ده نیولې.

پاکستان لا په سمدستي توګه دافغانستان د ولسمشر د لمړي مرستیال دې تورونو ته کوم جواب نه دی ویلی خو له دې وړاندې چې کله هم دافغان دولت لخوا په پاکستان دطالبانو دملاتړ تور لګول شوی نو پاکستان یې دمنلو نه انکار کړی اؤ دریځ یې خپل کړی چې افغانستان کې دکومې خاصې ډلې ملاتړ نه کوي.

دافغان دولت لخوا په پاکستان دا تازه تورونه په داسې حال کې لګول شوي چې پاکستان وایي وړومبی یې طالبان امریکا سره دسولې تړون ته چمتو کړي اؤ اوس دسولې دپاره بین الافغاني خبرو کې خپل رغنده کردار لوبوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG